د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې د تعلیم محکمه د استادانو له دومره لوی کمي سره مخامخ ده چې له کبله یې په زرګونه سکولونه بند شوي دي. د دوی په وینا، په صوبه کې په ځانګړې توګه د پرایمري او میډل سکولونو حالت ډېر خراب دی.
د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د پینځو هغو پلونو د بیارغونې چارې وروسته تر هغې پیل شوي دي چې د تېر کال بارانونو او سیلایونو زیانمن کړی دي. په تېرو څه د پاسه ۲۰کلونو کې په خوست کې نېږدې ۲۰پلونه جوړ شوي چې ورسره په سیمه کې تګ راتګ اسان شوی دی. د خوست اوسېدونکي هغو پلونو ته د پاملرنې او د دې د بیارغونې غوښتنه کوي. ویډیویي راپور
پاکستان یوځل بیا په کابل کې واکمن طالبان تورن کړې دي چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې برید کوونکو ته پناه ورکوي. طالبانو هم یو ځل بیا دا تور رد کړی دی. بل لور ته پاکستان د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتین زنداني کړی دی او د دې ډلې په یوشمیر مشرانو یې تور پورې کړی دی چې د افغانستان ګټې د پاکستان تر ګټو دوی ته مهمې دي.
د ډېسېمبر پر ۱۵مه کمېشن پر ایکس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې د قامي او صوبایي اسمبلیو لپاره راتلونکي عام انتخابات د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر اتمه کېږي.