پي ټي ای ويلي چې قریشي د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې په ضمانت له خوشې کیدو وروسته نن (د ډېسېمبر پر ۲۷مه) د راولپېنډۍ د اډیاله زندان بهر ونیول شو.
د صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په چمن کې د بې روزګاره شویو خلکو لپاره شپږ اربه روپۍ ځانګړی کړي دي.
های کورټ د ډېسېمبر پر۲۶مه، په لیکلي امر کې انتخاباتي کمېشن ته د تحریک انصاف د ګوندي تصدیقنامې او انتخاباتي نښې د بحالولو سپارښتنه کړې ده.
د پرلتوالو مشرې ماهرنګ بلوڅې د ډېسېمبر پر ۲۶مه مازیګر له چارواکو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې پولیسو هم د هغو وسلوالو مرسته کړې او د احتجاجیانو پر غوښتنې سربېره یې د هغوی پرضد کاروايي نه ده کړې.
ځینې کسان چې کتاب لولي نو خوب ورځي، د ځینو نورو بیا ورته زړه تنګېږي. خو د اروپايي هېواد نېدرلینډز (هالینډ) د یو کتابتون چلوونکو داسې طریقه موندلې ده چې نه یوازې د مطالعې پر مهال د لوستونکي خوب تښتوي، بلکې ورسره یې ورزش هم کېږي او انرژي هم پیدا کوي. دا چې کتابتون څه لاره موندلې، په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.