نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر مېرګیو غږېدلي یو. دا د مغرو یا د مرکزي عصبي نظام یوه ستونزه ده. ډاکتران وايي چې د دې ناروغۍ تشخیص لپاره د مریض ټوله تاریخچه اړینه وي او تر تشخیص وروسته یې په تسلسل علاج خورا مهم دی. بشپړه خپرونه په لېنک کې واورئ.
د چارواکو په وینا د اسراییلو په خاوره کې د ايران لخوا د پیلوټه الوتکو او توغندیو له ډله ییز بریده وروسته پر ايران ځوابي برید هم د نېتنیاهو د جنګي کابینې يو ممکنه انتخاب دی.
د وزارت وياند ملا جانان د اپريل پر۱۴مه، ويلي چې سېلابونو د کابل په ګډون په بېلا بېلو نورو ولايتونو کې ۲۷ کسان ټپیان کړي او ۶۰۶ کورونو يې ويجاړ کړي دي.
په چین کې د سرو زرو کاروباریان وایي د نورو هېوادونو غوندې په چین کې هم سږ کال د سرو زرو بیې څو چنده لوړې شوې دي، چې له امله يې د خلکو کاروبار هم اغېزمن شوی دی. هلته سوداګر وایي د سرو زرو د ګاڼو د لوړو بیو له وجې د اخیستونکو شمېر هم کم شوی دی. نور تفصیل د رویټرز اژانس په دې ویډیويي راپور کې:
صوبايي حکومت د اپرېل پر ۱۴مه رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې د اعلا وزیر سرفراز بګټی په مشرۍ کې د لوړو پوړو ولسي او پوځي چارواکو په دې غونډه کې د نوشکي د پېښې جاج واخیستل شو.