Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2025

Новости за 02.01.2025

Mashaalradio.com 

عادل حيدر وايي چې د فلمونو په اړه د پښتنو فکر بدلول غواړي

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" کوربه اسحاق خان امیري او مېلمه يې سندرغاړی عادل حیدر علي دی. ۲۴ کلن عادل حیدر د پښتو د وتلي سندرغاړي او کمپوزر ماسټر علي حیدر زوی دی. دی چې شاوخوا ۱۱ کلن وو چې لومړۍ سندره يې ثبت کړې وه. د دې ترڅنګ هغوی له ملګرو سره په ګډه یو پښتو فلم هم جوړ کړی دی. په خپرونه کې د عادل حیدر علي خبرې او سندرې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

د ترينکوټ ښاريان له دولت څخه د نقلیه وسایلو د تم ځایونو د جوړېدو غوښتنه کوي

د ارزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار د مساحت له پلوه کوچنی دی، خو ګڼه ګوڼه او د نقلیه وسایلو شمېر په کې ورځ تربلې زیاتېږي. د دې ښار استوګن وايي په ښار کې د نقلیه وسایلو د منظمو تم ځایونو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان ښځینه فعالانې: تېر میلادي کال کې مو غږ وانه وریدل شو، نوي کال کې دې واوریدل شي

د ۲۰۲۴ میلادي کال له پای ته رسېدو سره همهاله، په افغانستان کې یو شمېر د ښځو د حقونو ملاتړي خوځښتونه وایي چې ښځې او نجونې د نوي کال له پیل سره هم له ګڼو خنډونو او ستونزو سره مخامخ دي.

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، نن په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې دا لویه لاره یو ځل بیا د زیاتو واورو د ورښت له کبله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې، خو د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده. هغه زیاته کړه چې په سالنګ کې د واورې اورښت دوام لري او تر اوسه دغلته له ۴۰ تر ۵۰ سانتي‌مترو پورې رسېدلی دی. د حق‌شناس په وینا، د میدان وردګو ولایت د کوتل اوني په سیمه کې هم د واورې ورېدو له امله د کابل – بامیانو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د سالنګ لویه لار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خونړي برید شکمن، په افغانستان کې سرتېری و

د متحده ایالاو د دفاع وزارت په نیواورلئان ښار کې د چهارشنبې د برید اصلي شکمن شمس‌الدین جبار معرفي کړی او وایي چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۰ یې افغانستان کې د سرتېري په توګه خدمت کړی و. د امریکا ولسمشر جوباېډن تېره شپه وویل چې بریدګر له داعش انګېزه اخیستې وه. په دې برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ نور ټپیان شوي دي. بریدګر چې د امریکا تکزاس ایالت اصلي اوسېدونکی و، لومړی یې د ښار په یوه ګډه سیمه کې موټر پر راټولو شویو خلکو ور تاو کړی او بیا یې پرې ډزې کړې دی. نوموړی پخپله د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

Mashaalradio.com 

خوست کې د ښار پاک ساتلو لپاره اشر شوی دی

په خوست ښار کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (يو اېن ډي پي) په مالي مرسته د ښار د پاک ساتلو او د ښاریانو او د کاروباریانو لخوا کثافت دانیو ته د خځلو او کثافتونو د اچولو په اړه د عامه پوهاوي په موخه اشر وشو. په دې کې په ښار کې د پاکۍ سربېره په بېلابېلو ځایونو کې لسګونه کثافت دانۍ هم کېښودل شوې وې.

Mashaalradio.com 

څېړنيز مرکز: په پاکستان کې تېر کال تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول

په پاکستان کې يو غیر حکومتي څېړنيز مرکز وايي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې د ۲۰۲۳ز کال په پرتله ۷۰ فیصده زیات وسلوال بریدونه شوي ول چې ۹۵ فیصده يې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وو. پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خپل کلنۍ رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول. په دې حساب د ۲۰۲۳ز کال په نسبت په ۲۰۲۴ز کال کې ۳۳ فیصده زیات بریدونه او مرګژوبله شوي ول. رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ز کال په حملو کې ۱۰۹۲ کسان ژوبل شوي هم ول. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پوليس وايي چې په ژوب کې يوه ورور خپله خور وژلې ده

پولیس وايي چې د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه ژوب کې یو ورور خپله خور وژلې ده. د ژوب تاڼې مشر روزي خان د جنورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې مسرت عزیز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خپل ورور وژلې ده چې د ده په خبره، دا ناموسي وژنه ده. هغه زیاته کړه چې وژل شوې نجلۍ د ښځو د حقونو مبارزه او په ټولنیزو رسنیو هم فعاله وه. پولیس وايي چې تورن تن تښتېدلی چې دوی پرضد مقدمه دایره کړې او لټون يې کوي. روزي خان وويل:" رښتیا خو به وروسته معلومېږي، خو د هغې د وروڼو، خوېندو او خپلوانو خبره دا ده چې د دې ورور(عتیق احمد)... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

جنيوا کې افغانستان سفارت له نادولتي موسسو جواز اخيستل شاتګ بللی دی

په جینوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنر وولکر تورک د هغه دریځ ستاینه کړې چې ویلې یې دي، طالبان دې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز ختم کړي. په جینوا کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت استازي نصیر احمد اندیشه د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په یوه بیان کې ویلي چې که طالبان ښځو ته د نوکریو ورکولو له کبله د نادولتي موسسو جوازونه لغو کړي نو دا به دده په خبره، د شاتګ یو بل ګام وي. وولکر تورک د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په یوه وینا کې وویل، د طالبانو هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په لاس ویګاس کې د ټرمپ د هوټل مخې ته چاودنه، یو تن وژل شوی دی

د امریکا په لاس ویګاس کې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اړوند د یوه هوټل مخې ته د ټسلا کمپنۍ د یوه موټر چاودنې یو تن وژلی او ۷ نور یې ژوبل کړي دي. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د لاس ویګاس پولیسو خبریالانو ته ویلي، دغه برښنایي موټر د چاودنې پر مهال د هوټل دروازې ښیښه یي دروازې ته نژدې و. پیښه پرون چهارشنبه شوې ده، خو تراوسه کره معلومه نه ده چې چاودنه د تخنیکي ستونزې له کبله شوې او که ترهګریزه پیښه وه. د ټیسلا کمپنۍ مشر ایلان ماسک پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې چاودنه ممکن موټر... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *