د اسلام اباد يو لوړ پوړي پوليس افسر "ځان وژنه" کړې ده
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې يو لوړپوړي پوليس افسر، عدنان اکبر، "ځان وژنه" کړې ده.د اسلام اباد پوليسو يو چارواکي، چې نه ېې غوښتل نوم يې خپور شي، مشال راډيو ته وويل چې اېس پي عديل اکبر نن (د اکتوبر پر ۲۳مه) د سرينا هوټل مخې ته په دنده بوخت وو چې ناڅاپه يې له خپل ساتونکي څخه ټوپک واخيست او ځان يې وويشت. ياد چارواکي زياته کړه چې پوليس ساتونکو او نورو همکارانو هغه د اسلام اباد پمز روغتون ته ورساوه، خو هلته ته تر رسېدو وړاندې لا عديل اکبر ساه ورکړې وه. چارواکي وويل چې په سمدستي توګه د دې پېښې د لامل په اړه څه ويل ګران دي. Читать дальше...