هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ملایشیا، جاپان او جنوبي کوریا ته د سفرونو پر مهال د هغه هېوادونو له چارواکو سره لیدلي او په یو شمېر معاهدو یې لاسلیکونه کړي دي. نوموړی به د اکتوبر پر ۳۰مه د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم ویني. دا به د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ دندې سنبالولو وروسته له خپل چینايي سیال سره لومړنۍ ملاقات وي. د رویټرز او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نامه د حکومت مخالفه سياسي اتحاد مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي چې افغانستان هيڅکله له پاکستان سره د جګړې خواهش نه دی څرګند کړی. نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې افغانان په چا پسې نه دي ورغلي خو پاکستان دا کار کړی دی. اڅکزي زياته کړه چې افغانانو په ژوند غلامي نه ده ليدلې او "يارانو" بيا ازادي نه ده ليدلې، چې د ده په وينا د همدې له امله دواړه لوري "په خبره نه سره پوهېږي." په پاکستان کې زياتره وخت د "يارانو"... Читать дальше...
د غزې ولسي دفاع اداره وايي چې د اسراييلو په تازه بریدونو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ ژوبل دي. بلخوا د اسراييلو دفاع وزارت دریځ لري چې د اکتوبر پر ۲۸مه يې د يوه سرتېري د وژنې په غبرګون کې هوايي حملې کړې دي. دا د غزې د سولې پر پلان تر لاسلیک وروسته دویم ځل دی چې اسراييلو پر غزې بريدونه کړي دي. اسراييلو زياته کړې چې تر تازه بریدونه وروسته اوربند بېرته عملي شوی دی. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ
تمه کیږي چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډله به د پنجشنبې په ورځ په بحرین کې د ۲۰۲۵ کال د آسیا د ځوانانو د سیالیو په پای لوبه کې له ایران سره مخامخ شي. افغانستان د سې شنبې په ورځ تایلینډ ته ۹ د ۱ په مقابل کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبو وروستي پړاو ته ووت. افغانستان په دې سیالیو کې مخکې ازبکستان، بحرین او چین ته ماتې ورکړې ده.
د " افغانستان دوستانو" په نوم غونډه کې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وشو. په ملګروملتونوکې د کاناډا ماموریت د سې شنبې په ورځ ناوخته پرخپله ایکسپاڼه لیکلي: «موږ له افغانستان سره د دوامداره ملاتړ غوښتونکي یو او د دې هیواد له خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر خپل قوي ملاتړبیا ټینګارکوو. » په دې اړه چې دا غونډه کله جوړه شوې وه، څه ندي ویل شوي خو ویل شوې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ او په ملګروملتونو... Читать дальше...
د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه چې وایي په استانبول کې خبرې ناکامه شوي، د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه څه ندي ویلي خو د دوی ترکنټرل لاندې ملي ټلویزیون وایي، د پاکستاني لوري د "غیرمنطقي غوښتنو " له امله پرمختګ ندی شوی. د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ پرون سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو او هیڅ حللار ونه موندل شوه. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود. که څه هم... Читать дальше...
د پنجاب په لاهور ښار کې د سموګ يا لوګجنې لړې د مخنيوي لپاره حکومت د ځانګړو مشينانو له لارې د اوبو پاشل پیل کړي دي. لاهور د نړۍ په هغو ښارونو کې راځي چې پکې د هوا ککړتیا زښته زیاته ده خو پکې په ژمي کې سموګ لا زیات شي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د افغانستان او پاکستان ترمينځ د تاوتریخوالي د حل لپاره د مرستې وړاندیز کړی دی.نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه د اقتصادي همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره وکتل او د کابل او اسلام اباد ترمينځ يې د ترینګلتیاوو په هوارولو کې مرستې ته چمتووالی څرګند کړ. پزشکيان وویل، اسلامي هېوادونه باید د شخړو د کمولو لپاره "یو موټی" کار وکړي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې "یووالی وساتي”. هغه ټینګار وکړ چې باید په سیمه کې د کړکېچونو د مخنیوي لپاره هڅې وشي. Читать дальше...
په کامرون کې د اپوزیسیون مشرانو د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو نتیجه چې له مخې یې د ولسمشرپاول بیا حکومت تراوو نورو کلونو پورې غزول کیږي، ردکړه. د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې دغو مشرانو ویلي چې دغه نتیجه د د دې هیواد چې اوس د بیلتون غوښتنې په لانجه کې ګیردی، د خلکو ریښتیني اراده نه تمثیولي. په مرکزي افریقا کې پروت د دې هیواد د اساسي قانون شورا د دوشنبې په ورځ د لانجمنو انتخاباتو نتیجه اعلان کړه اود ۵۳ سلنه رایې په ګټلو سره یې ۹۲ کلن بیا بریالی اعلان کړ. له دغه اعلان وروسته د کامرون په څو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پیل شوي دي. Читать дальше...
د جنوبي کوریا چارواکو د امریکا ولسمشر ته د لرغوني کوریا د پاچاهانو د سروزرو تاج ډالۍ وړاندې کړه. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له خپل سیال، لی جائه میونګ سره ولیدل. دا کتنه د ټرمپ د آسیا د سفر یوه برخه ده، چیرې چې تمه کیږي نوموړی به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په کتنه کې د سوداګرۍ چارو په اړه خبرې وکړي. د شیلا په نوم د کوریا د پاچاهانو د کورنۍ د سروزرو تاج په لرغوني ګیونګجو ښارکې د یولړمراسمو په ترڅ کې ټرمپ ته ورکړشو. د شیلا شاهي کورنۍ د کوریا پرټاپو وزمې د ۹۳۵ او ۵۷ قبل المیلاد کلونو ترمنځ واکمنه وه. Читать дальше...
په خوست کې له څه مودې راهیسې د لنډ مهال لپاره سلګونه ځوانان، ښځې او ماشومان د زڼغوزیو د غوټو په څنډلو بوخت شوي دي. مزدورکاران وايي، د بې کارۍ او کمزوري اقتصاد له کبله دوی د زڼغوزیو غوټې ټکوي چې بیا له دې غوټو دوی په کورونو کې د سونګ توکو او د کوټو د تودولو کار اخلي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د اکتوبر پر ۲۸مه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې وويل چې له افغان طالبانو سره په څلور ورځنيو خبرو کې هیڅ "حل لاره" ونه موندل شوه.
پاکستاني چارواکو پرون ناوخته اعلان وکړ چې په استانبول کې د دوی او طالب استازو خبرې ناکامه شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو. ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د استانبول په خبرو کې هیڅ حللار ونه موندل شوه. له بلې خوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود. خواحه اصف تېره شپه د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې هند د افغانستان له لارې د پاکستان خلاف نبابتي جنګ پیل کړی دی. Читать дальше...
په نایجیریا کې ځيني مېرمنې پنیر په دودیزه طریقو جوړوي. دوی د پنیرو جوړولو پخوانۍ طریقې ژوندۍ ساتلې دي چې له نسلونو راهیسې ورته پاتې دي. دا پنیر په خلکو کې ډېر مقبول دی او دا ځانګړي پنیر د پلورونکو د ښې ګټې یوه لاره ده. د رویټرز خبري اژانس له ويډيوجوړ رپورټ.
راپورونه وايي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې ناکامې شوي دي. پاکستاني چارواکو پرون ناوخته اعلان وکړ چې په استانبول کې د دوی او طالب استازو خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي. د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو. ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د استانبول په خبرو کې هیڅ حللار ونه موندل شوه. له بلې خوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خبرو ناکامۍ ته په اشارې ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او په افغانستان کې د دغه سازمان سیاسي استازولي (یوناما) وايي، په افغانستان کې تیره میاشت د دوه ورځو په مخ د انترنیت پرې کېدو، روغتیايي خدمتونه، بشري فعالیتونه، زدهکړې، اقتصاد او د خلکو ورځنی ژوند ستونزو سره مخ کړی و.
د ایران ولسمشر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره د مرستې وړاندیز وکړ. مسعود پزشکيان د سېشنبې په ورځ د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان له کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره وکتل او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو له هواري یې یې مرستې ته چمتووالی څرګند کړ. پزشکيان وویل، اسلامي هېوادونه باید د شخړو د کمولو لپاره یو موټی کار وکړي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې “یووالی وساتي”، هغه ټینګار وکړ چې باید په سیمه کې د کړکېچونو د مخنیوي لپاره هڅې وشي. پزشکیان... Читать дальше...
د پاکستاني پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز په خپل ایالت کې د بې اسناده استوګنو بهرنیانو، په ځانګړي ډول د افغان اتباعو، پر ضد د پرېکنده اقداماتو پرېکړه وکړه. مریم نواز چارواکو ته امر وکړ چې د هغو کسانو خلاف سمدستي دوسیې ثبت کړي چې خپل کورونه، دوکانونه، فابریکې، هوټلونه یا د تېلو پمپونه غیرقانوني بهرنیانو ته په کرایه ورکوي. هغې ټینګار وکړ چې دا ډول ټول فعالیتونه باید په جدي ډول وڅارل شي او راپور یې ورکړل شي. د مریم نواز تر مشرۍ لاندې د پنجاب ایالتي کابینې همداراز امر وکړ چې د جوماتونو له لارې دې د بې اسناده افغانانو د موندلو لپاره اعلانونه وشي.
د مایکروسافټ او اوپناېآی ترمنځ یوه مهمه هوکړه شوې چې له مخې یې د "ChatGPT" د مصنوعي ځیرکتیا جوړوونکې کمپنۍ کولای شي عامه سهامي شرکت ته خپل جوړښت واړوي او د اوپناېآی ارزښت شاوخوا ۵۰۰ میلیارد ډالره اټکل کړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه هوکړه هغه اساسي محدودیت پای ته رسوي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د اوپناېآی د پانګونې په جذب کې خنډ و. دا محدودیت د مایکروسافټ د هغه تړون له کبله و چې له مخې یې د ټکنالوژۍ دې لوی شرکت ته اجازه ورکول شوې وه چې د اوپناېآی له ډېرو محصولاتو او څېړنو څخه د استعمال... Читать дальше...