Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Декабрь
2025

Новости за 06.12.2025

Pa.azadiradio.com 

ایران ته ناقانونه سفرونه؛ د ګڼو ځوانانو لپاره مرګونی برخلیک

ایران وايي په ناقانونه توګه خپلې خاورې ته افغانان نه پریږدي. د راپورونو له مخې لږ تر لږه لس افغانان تېره اوونۍ هغه وخت د ایراني ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شول چې د فراه له لارې د ایران خاورې ته ور اوښتي وو. د بشري حقونو مدافع سازمانونه د ایران دا چلند غندي او وايي د وروستۍ پېښې بشپړه پلټنه باید وشي او عاملین یې سزا وویني. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

Pa.azadiradio.com 

کشته و زخمی شدن غیر نظامیان در درگیری میان طالبان و نیروهای پاکستان در اسپین بولدک

مقام‌های هر دو کشور تأیید کرده‌اند که در درگیری شب‌گذشته از سلاح‌های سنگین هم استفاده شده. پاکستان حکومت طالبان را به حمایت از گروه‌‍‌های مسلح مخالف حکومت پاکستان متهم می‌کند این اتهام از سوی حکومت طالبان رد شده است

Mashaalradio.com 

سمیرا شمس وايي، د مېرمنو پرمختګ لپاره د سړو ډاډګیرنه ډېره ضروري ده

ډاکټره سمیرا شمس د خیبر پښتونخوا د مېرمنو د وضعیت د څېړلو د کمیسون مشره ده. نوموړې د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د خیبر پښتونخوا مېرمنې په کور دننه او له کوره بهر ډېرې ستونزې لري خو د هغوی کمېشن یې د هوارۍ پوره پوره هڅه کوي. نوموړې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تړاو لري او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې هم پاتې شوې ده. د مشال راډیو خبریالې ورسره مرکه کړې ده.

Mashaalradio.com 

پر ډیورنډ کرښه جګړې د افغان کډوالو واپسي ځنډولې ده

پاکستان او په افغانستان کې طالب ځواکونو د ډېسېمبر پر پنځمه په چمن او سپین بولدک کې پر یو بل ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دواړو غاړو ته مرګژوبله واوښته او ترڅنګ یې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر هم له ځنډ سره مخامخ شو. راپورونه وايي، اوس د ډزو بهیر درېدلی دی خو د چمن لاره لا هم تړلې ده. د لارې تړل کېدو له وجې له پاکستانه افغانستان ته روان کډوال هم ایسار پاتې دي. پاکستان د افغان کډوالو د واپسۍ بهیر پیل کړی او هوډ یې ښوولی چې ټول غیرقانوني کسان به له خپلې خاورې وباسي. نور حال د رويټرز او فرانس پريس خبري اژانسونو له وېډیوګانو جوړ راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په سپین بولدک کې د جګړې له دریدو ساعتونه وروسته لاهم وضعیت عادي نه دی

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سپیږ بولدک – چمن په سیمه کې د طالب او پاکستاني ملیشه ځواکونو د تېرې شپې له سختې نښتې وروسته چې له امله یې یو شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله هم واوښته د نښتې عینې شاهدان وايي چې کرښې ته نږدې د نښو له امله له خپلو کورونو وتلي خلک لا هم بیرته خپلو مېنو ته نه دي راستانه شوي. دوی وايي که څه هم اوس مهال نښته نشته خو وضعیت لا هم غیر نورمال دی. د سپین بولدک د ویش بازار یو دوکاندارد نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "بیګا خو ډېره سخته او سرګردانه شپه وه، د ویش بازار ټول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام: احتمالي اوږدمهاله وچکالي افغانستان ګواښي

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ یو بزګر خیرالله وايي پرلپسې وچکالۍ یې کرنه سخته زیانمنه کړې ده. هغه چې په خپله ځمکه کې زعفران او نور دانه لرونکي بوټي کري د شنبې په ورځ د ډیسمبر ۶ مه یې ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال د بارانونو د کمښت له امله د اوبو کچه د پام وړ ټېټه شوې چې د اندېښنې وړ ده. "په دې وروستیو کې د هرات په بیلابیلوولسوالیو کې وچکالي یوه ډیره جدي ستونزه ګرځیدلې. له بده مرغه، یو څاڅکی باران هم نه دی شوی چې له امله یې د اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده او زموږ کرنیز محصولات صفر ته رسېدلي دي، خلک... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

څېړنیزې ادارې وايي روان کال پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي

په اسلام اباد کې د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (سېنټر فار ریسرچ اینډ سېکیوریټي سټډیز یا سي ار اېس اېس) وايي د ۲۰۲۵ز کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې د تېرو کلونو پرتله ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي.یادې ادارې د ډېسېمبر پر درېیمه په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې په پاکستان کې له جنورۍ د نومبر تر اخره د ترهګرۍ پېښو کې ۳۱۸۷ کسان وژل شوي او نږدې ۲،۰۰۰ کسان نور ژوبل شوي دي. یاده اداره وايي، په ۲۰۲۴ز کال کې د تلفاتو شمېر تر دې کم وو. دوی وايي، تېر کال په دغه هېواد کې ۲۵۴۶ کسان وژل شوي ول. په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په چمن او سپین بولدک کې د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمینځ ډزې شوې دي

پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تاییدوي چې د ځواکونو ترمینځ یې یو وارې بیا ډزې تبادله شوې دي. تازه نښتې د ډېسېمبر پر پینځمه ناوخته په چمن او سپین بولدک کې شوې دي. د پاکستان د وزیراعظم ویاند مشرف زیدي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر پینځمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پر مقابل لوري د ډزو د پیلولو تور پورې کړی دی. مشال راډیو په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې ډزې لومړی چا پیل کړلې؟ په دغو ډزو کې د افغانستان غاړې ته د تلفاتو په اړه دم ګړۍ ته معلومات نه دي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سېنېګالۍ ښځې وايي ټوکرۍ هغوی جوړوي خو ګټه یې نور اخلي

په افریقايي هېواد سېنېګال کې ښځې په خپلو ګوتو ټوکرۍ، شکري او نور شیان ووبدي خو وايي، زیاته ګټه یې هغو خلکو ته رسي چې هغه شیان امریکا او اروپا ته د خرڅلاو لپاره لېږدوي. پر دې موضوع د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په سپین بولدک کې د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له نښتې وروسته اوربند شوی

د افغانستان د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تېره شپه نښته شوې ده. دا نښته وروسته له دې شوې چې په سعودي عربستان کې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا لا زیاته شوې ده. د دواړو لورو چارواکو ویلي، نښتې د جمعې په شپه ناوخته پیل شوې، خو دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې لومړی برید مقابل لوري کړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ولسوالۍ پر لور بریدونه پیل کړل، چې افغان ځواکونو یې ځواب ورکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مټا خپلې ‌مصنوعي ځیرکتیا مرستیال ته د نړیوالو رسنیو خبري منځپانګه ورزیاتوي

مټا شرکت اعلان کړی چې د سترو نړیوالو رسنیو خبري محتوا به د خپلې مصنوعي ځیرکتیا په مرستیال (Meta AI) کې مدغم کړي، څو د انسټاګرام، وټس‌اپ او فېسبوک کاروونکي وکولای شي له تازه او باوري معلوماتو څخه ګټه واخلي. د دې ټولنیزو شبکو ستر شرکت د جمعې په ورځ د لیندۍ ۱۴مه (۵ ډسمبر) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د «مټا اې‌آی» مرستیال به د خبرونو اړوندو پوښتنو ته د ځواب پر مهال تر ټولو تازه راپورونه، د تفریح او د ژوند د سبک مطالب د سي‌این‌این، فاکس‌نیوز، لوموند، پیپل او یوایس‌اې ټوډې په ګډون له ګڼو رسنیو سره د همکارۍ له لارې وړاندې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نېټفلیکس د وارنر برادرز ستر فلمي شرکت اخلي

نېټفلیکس اعلان کړی چې د هالیووډ یو‍ تر ټولو مشهور فلمي شرکت، «وارنر برادرز» او د دې انلاین څانګې، په ځانګړي ډول «اېچ‌بي‌او» او «اېچ‌بي‌او مکس» اخلي. د انلاین تولید او نندارې دې ستر شرکت دا پرېکړه د جمعې په ورځ، د لېندۍ په ۱۴ مه اعلان کړه. د وارنر برادرز د بشپړ پېرود او ادغام پروسه به له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي او دا معامله به د نغدو پیسو او د سهمونو د ارزښت د تبادلې په ګډه بڼه ترسره شي. د معاملې د نغدي برخې ارزښت ۷۲ میلیارده ډالره اعلان شوی، خو که د سهمونو ارزښت هم ورسره حساب شي، د معاملې ټولیز ارزښت شاوخوا ۸۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د سعودي په منځګړتوب د کابل او اسلام‌آباد د خبرو راپورونه رد کړل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسلام‌آباد او کابل په سعودي عربستان کې خبرې کړې دي، او ویې ویل چې د داسې هر ډول ناستې په اړه «هیڅ ډول معلومات نه لري.» د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز د پولې پر وضعیت، د بشري مرستو پر پلانونو، او په میانمار کې د بند پاتې ۳۸ پاکستانیانو د ژغورنې پر هڅو هم خبرې وکړې. د رسنیو د پراخو ادعاوو په ځواب کې، ویاند وویل چې اسلام‌آباد د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سعودي په کوربه‌توب د خبرو په اړه «رسنیز راپورونه لیدلي»، خو... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *