Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Декабрь
2025

Новости за 07.12.2025

Pa.azadiradio.com 

د ډونالد ټرمپ ادارې ۵۵ ایرانیان له متحده ایالتونو اخراج کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، هغه ۵۵ تنه اتباع یې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اخراج کړي، ایران ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت د قونسلي چارو مشر مجتبی شصتي کریمي ویلي ( له اخراج شویو سره د غیر انساني چلند راپورونه ترلاسه شوي) دي. دا دویمه ډله ایرانیان دي چې امریکا یې اخراجوي. لومړنۍ ډله په میزان میاشته کې ایران ته استول شوې وه.

Mashaalradio.com 

تحریک انصاف وايي د پوځي افسرانو دې احتساب وشي

پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر اوومه په پېښور کې د ګوند د زنداني مشر د خوشې کولو لپاره د جلسې پر مهال د یو قرارداد په منظورولو د پاکستاني پوځ له ویانده غوښتنه کړې چې د عمران خان په اړه دې په خپلو څرګندونو معافي وغواړي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر - ای اېس پي ار - مشر جنرال احمد شریف چودري د ډېسېمبر پر پینځمه په راولپينډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د عمران خان بیانیه د پاکستان "ملي امنیت ته ګواښ" ګرځېدلې ده. هغه تور پورې کړ چې عمران خان هڅه کوي چې ولس د پوځ پرضد راپورته کړي. په پرېکړه ليک... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه: افغانستان کې کار ځایونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ بنديز ژوند ژغورونکي خدمتونه اغېزمن کړي

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د طالبانو د بندیز درې میاشتې پوره کېدو په مناسبت ويلي چې دې بندیز د خیر ښېګڼي کارونه اغېزمن کړي دي.د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ډېسېمبر پر اوومه په خبرپاڼه کې ویلي چې بندیز چې هر څومره اوږدېږي، په همغې اندازې ژوند ژغورونکي خدمتونه له خطر سره مخېږي. دوی ویلي چې افغان ښځینه کارکوونکو یې دې موده کې د کورونو او ټولنو له لارې د خیر ښیګڼې هڅو، له هغې ډلې د زلزله ځپلو او پاکستان او ایرانه د راستنو شویو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د امریکا هوايي ایالت اورشیندونکی بیا فعاله شوی دی

د امريکا په هوايي ايالت کې اورشیندونکي (اتش فشان) لاوا ویشتل پیل کړي دي. د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د ډېسېمبر پر شپږمه وویل، اورشیندونکی له ۱۵ څخه تر ۳۰ میټره پورې لوړه لاوا غورځوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ لنډ راپور.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت پر خپلو چارواکو د استرالیا بندیزونه غیر عادلانه بولي، د ښځو فعالانې بیا د استرالیا د دریځ ننګه کوي

د طالبانو حکومت د اسټرالیا له لوري د دوی په څلورو لوړ پوړو چارواکو د بندیز اعلان غیر عادلانه بللی دی. د طالبانو حکومت ته د نږدې رسنۍ حریت د راپور له مخې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند ادعا کړې چې د دوی د هڅو په پایله کې اوس افغان میرمنو د خپلو حقونو د غوښتلو جرات پیدا کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د سپین بولدک – چمن دروازه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوال په مخ خلاصه شوه

د سپین بولدک – چمن دروازه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ پرانستل شوه. په سپین بولدک او چمن کې لږ ترلږه دوه ځايي سرچینو ازادي راډيو ته تایید کړه چې دغه دروازه چې د وړمې شپې د جګړې له امله تړل شوې وه نن د ورځې شاوخوا یولس بجې پرانستل شوې ده. د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سپیږ بولدک – چمن په سیمه کې د ډیسمبر په ۵ مه د طالب او پاکستاني ملیشه ځواکونو له سختې نښتې او دروازې د تړل کېدو له امله په چمن کې د سلګونه افغان کډوالو کورنیو د بندو پاتې کېدو راپورونه خپاره شوي وو. یو شمېر کډوالو ازادي راډيو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژمي په راتګ سره ناروغۍ ډېرې شوي؛ بیوزلې کورنۍ د ناروغانو د درملنې وس نه لري

یو شمیر کابل ښاریان وايي، د ژمي په راتګ سره ناروغۍ ډیرې شوي، داسې مهال چې ډیرې دوی شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ او د درملنې وس نه لري. دوی زیاتوي چې، بې روزګارۍ سخت ځپلې دي. ډاکټران بیا د درملنې تر څنګ په وقایې هم ټینګار کوي.

Pa.azadiradio.com 

په ګوا کې د یوه نایټ کلب دننه اورلګېدنې ۲۵ تنه مړه کړي

د هند په ساحلي ښار ګوا کې د یوه نایټ کلب دننه اورلګېدنې ۲۵ تنه مړه کړي دي. د ګوا اعلی وزیر پرامود ساونت نن یکشنبه ( د لیندۍ ۱۶مه) ویلي چې درې-څلور بهرني سیلانیان هم قربانیانو کې شامل دي، خو د هویت په اړه یې معلومات ورنه کړل. د لومړنیو معلوماتو له مخې، اورلګېدنه د همدغه کلب په پخلنځي کې د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له کبله شوې ده. د ښاغلي ساونت په خبره درې تنه د اور د لمبو او پاته نورو د اکسیجن د کموالي له کبله مړه شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره همهاله، ملګري ملتونه د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا را روانه چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۹) د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) نن یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه دغه خبر خپور کړی دی، خو جزییات یې نه دي ورکړي. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې دغه غونډه د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره همهاله ترسره کیږي. ملګري ملتونه وایي، د طالبانو په څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي. طالبان بیا د بشري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: کارځایونو ته د ښځینه کارکوونکو پر تګ بندیز، ژوند ژغورونکي خدمتونه متاثره کړي

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د طالبانو د بندیز ټیک درې میاشتې پوره شوې. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۱۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بندیز د خېر ښیګڼې چارې متاثره کړي او په وینا یې، هر څومره چې اوږدیږي، په همغې اندازې ژوند ژغورونکي خدمتونه له خطر سره مخ کوي. دوی ویلي چې افغان ښځینه کارکوونکو یې دې موده کې د کورونو او ټولنو له لارې د خیر ښیګڼې هڅو له هغې ډلې د زلزله ځپلو او پاکستان او ایرانه د راستنو شویو ملاتړ ته دوام ورکړی دی. ملګري... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په انډونيزیا کې د سېلابونو او ځمکښوېدنې له امله د وژل شویو شمېر تر ۹۰۰ زیات شوی

په انډونیزیا کې د سېلابونو او ځمکښویدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۹۰۰ اوښتی دی.رویټرز اژانس د ډېسېمبر پر اوومه د ځايي چارواکو له خولې لیکلي چې تر اوسه لږ تر لږه ۹۱۶ کسان وژل شوي او ۲۷۴ ورک دي. اژانس زیاتوي چې مرستندویه ډلې ځپل شویو خلکو ته ډېر په ګرانه د څښلو پاکو اوبو او خوراکونو په رسولو بوخت دي. د طوفاني بارانونو له کبله راغلیو سېلابونو د ملایزیا ترڅنګ په تایلينډ او ملایزیا کې هم شاوخوا ۲۰۰ کسان وژلي دي. اژانس د ځايي فعالانو له خولې لیکلي چې د ځنګلونو وهل کېده د سېلاب د شدت او ډېر زیان رسولو سبب شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د غوا له ښکره جوړ د عینکو فرېم مو لیدلی؟

په افريقايي هېواد يوګانډا کې د "وزي وېژن" په نوم يوه اداره د غوایانو له ښکر څخه د عینکو یا چشمو فرېمونه جوړوي چې موخه یې اړمنو کسانو ته په ارزانه بیه د فرېمونو رسول دي. اداره وايي، د فرېمونو بیه له ۲،۵۰۰ څخه تر ۵،۵۰۰ کلدارو یا روپیو پورې ده. د تفصیل لپاره د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *