د بنګله دېش پخوانى پوځي ديکتاتور د ٩١ کلونو په عمر مړ شو
د بنګله دېش پخوانى پوځي ديکتاتور حسين محمد ارشاد د ٩١ کلونو په عمر مړ شو.
دغه پخوانى ولسمشر د عمر د زياتوالي له کبله له ډېرې مودې ناروغ و.
حسين محمد ارشاد په ١٩٨٢میلادي کال کې د يوې پوځي کودتا په نتيجه کې واک ته رسېدلى و او تر ١٩٩٠ میلادي کال کې په قدرت کې و.
که څه هم ارشاد د پراخو اعتراضونو په نتيجه کې له واکه وپرځول شو او وروسته په ١٩٩٠میلادي کال کې زندان ته ولېږل شو، خو وتوانېد چې د بنګله دېش په کړکېچنه سياسي صحنه کې تر پايه فعال پاتې شي.
دى په اوسني پارلمان کې د سياسي اپوزيسيون مشر و.