Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2019

Новости за 14.07.2019

Pa.azadiradio.com 

په لویو لارو کې ناامنیو، د سپینې زیرې څرخلاو کم کړی

د شبرغان-مزار شریف په لویو لاروکې ناامنیو، په جوزجان ولایت کې د سپینې زیرې څرخلاو کم کړی دی. د جوزجان ولایت سپینه زیره چې د دغه ولایت کرنیز محصولات دي، په ټول افغانستان کې یې خلک خوښوي. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار، دغه وېډیو په شبرغان کې د سپینې زیرې د خرڅلاو په بازار کې تیاره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې يو پسه په نشه‌يي موادو روږدی شو

بغلان کې په وګړو سربېره يو پسه هم په نشه‌يي موادو روږدی شوی او هره ورځ د نشه‌يي موادو د لوګي د تنفس کولو لپاره ځان د روږدو کسانو يوې ډلې ته رسوي. د دغه ولايت سيمه‌ييز چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله دغه ولايت کې د روږدو شمېر زيات شوی دی. نور حال د بشير احمد غزالي په راپور کې. اېډېټ: تميم اخګر

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا وزارت: لا هم ۳۶ سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

د عامې روغتیا وزیر وايي چې له زیات کار او هڅو سره سره لا هم ۳۶ سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. فیرزوالدین فیروز نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وویل چې د سکټوري وزارتونو په هڅه د خوارځواکۍ اندازه له ۶۰ فیصدو ۳۶ سلنې ته راښکته شوې ده. ده وویل: په افغانستان کې موږ ۶۰ سلنه دغه ستونزه درلوده چې دا يوه خاموشه غميزه ده، د هڅو په نتيجه کې د سختې خوارځواکۍ دغه فيصدي له شپېتو ۳۶ فیصدو ته راکښته شوې، دا د درک وړ مسئله ده، خو دغه ۳۶ فیصده خوارځواکي لوړ رقم دی. په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حزب الله ډلې مشر ته د اسرائيل صدراعظم خبردارى ورکړ

د اسرائيل صدراعظم خبردارى ورکړ چې هېواد به يې د لبنان د حزب الله ډلې د هرې حملې ځواب په سخته پوځي ضربه ورکړي. د اسرائيل صدراعظم د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله د هغو څرګندونو په ځواب کې دا خبرې وکړې چې په يوه ټلويزيوني مرکه کې يې ويلي وو چې که د امريکا د متحدو ايالتونو او ايران ترمنځ کومه جګړه ونښلي، اسرائيل به هم له منځه لاړ شي. د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو نن د کابينې اوونيزې غونډې ته په خبرو کې وويل: تېره اوونۍ مې د نصرالله ګستاخانه خبرې او د حملو د پلان خبره واورېده، اجازه راکړئ چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيې د ميزائيلو د دفاعي سېستم تازه وسايل یوې ترکۍ اډې ته لېږلي

روسيې د ميزائيلو د S-400 ډوله دفاعي سېستم تازه وسايل د ترکيې يوې پوځي اډې ته لېږلي دي. د ترکيې دفاع وزارت نن په يوه ټوېټ کې د روسيې د پنځمې او شپږمې باروړونکو الوتکو په اړه معلومات ورکړي چې پلازمېنې انقرې ته نږدې په مورتيد هوايي اډه کې کېناستلې دي. ترکيې د S-400 ډوله دفاعي سېستم د وسايلو لومړي درې بارونه وړمه ورځ ترلاسه کړل او څلورم بار پرون ورورسېد. ترکيې په دې برخه کې د امريکا د متحدو ايالتونو د بنديزونو د ګواښ پروا نه ده ساتلې. واشنګټن او متحدان يې وايي، د روسيې ساخت دغه دفاعي سېستم د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: بهرنيو ځواکونو په کندهار کې د طالبانو د بريد مخه نيولې

د کندهار چارواکي وايي، بهرنيو ځواکونو په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ډله ييز بريد مخه نيولې ده. د دوى په خبره، وسله والو طالبانو غوښتل چې تېره شپه په شاه وليکوټ کې پر يوې پوځې اډې حمله وکړي. د شاه وليکوټ د امنيې قوماندانۍ مرستيال محمد قاسم وايي، د بهرنيو ځواکونو په حمله کې ١٢ وسله وال وژل شوي دي. ده وویل: طالبانو تېر ماسخوتن غوښتل چې پر چنار قرارګاه حمله وکړي، دوى چې ١٢ کسان په يوه بايفور موټر کې سپاره وو، ځنځير ته راورسېدل چې د ملا شهامت د ډلې خلک دي، تېره شپه ورباندې بمباري شوې او له منځه تللي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د ٢٧ اداري واحدونو لپاره د کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده

د افغانستان ولسمشر د کابل په درالامان سيمه کې د ٢٧ اداري واحدونو لپاره د کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده. محمد اشرف غني نن د دغه کمپلکس د بنسټ ډبرې تر ايښودلو وروسته په ارګ کې يوې غونډې ته وويل، د هرې ودانۍ پر ډيزاين تر دوو کلونو پورې زيات وخت کار شوى دى. ده زیاته کړه: دوه نیم کاله مو له شرکت سره پر دې کار وکړ چې څه باید چېرته وي، په پایله کې د کابل د راتلونکي لپاره په شپږو جلدونو کې یو واضح لیدلوری رامنځته شو چې ان شاالله راتلونکي څلورسوه کاله به کابل ته جهت ورکړي، د دغه کمپلکس د هر یو تعمیر ډیزاین له یوه تر دوه نیمو کلونو وخت نیولی دى. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یوې سرګلولې چاودنې په کاپیسا کې د یوې کورنۍ ۳ غړي ووژل

د کاپيسا ولايت چارواکي وايي نن په يوه بمي چاودنه کې د يوې کورنۍ ٣ غړي وژل شوي دي. پېښه نن سهار د نجراب ولسوالۍ په دره پچه غان کلي کې شوې ده. د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل عبدالشايق شور ازادي راډيو ته وويل، پېښه د يوې سرګلولې د چاودنې له کبله وشوه. ښاغلي شور وويل چې په وژل شويو کې دوه ماشومان شامل دي. بل خوا په پروان کې د زراعتي ځمکې پر سر په شخړه کې يو تن وژل شوى. د پروان د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، شخړه د بګرام ولسوالۍ په قول اسياب سيمه کې شوې ده. د سيمې اوسېدونکي وايي، دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي.

Pa.azadiradio.com 

د بنګله دېش پخوانى پوځي ديکتاتور د ٩١ کلونو په عمر مړ شو

د بنګله دېش پخوانى پوځي ديکتاتور حسين محمد ارشاد د ٩١ کلونو په عمر مړ شو. دغه پخوانى ولسمشر د عمر د زياتوالي له کبله له ډېرې مودې ناروغ و. حسين محمد ارشاد په ١٩٨٢میلادي کال کې د يوې پوځي کودتا په نتيجه کې واک ته رسېدلى و او تر ١٩٩٠ میلادي کال کې په قدرت کې و. که څه هم ارشاد د پراخو اعتراضونو په نتيجه کې له واکه وپرځول شو او وروسته په ١٩٩٠میلادي کال کې زندان ته ولېږل شو، خو وتوانېد چې د بنګله دېش په کړکېچنه سياسي صحنه کې تر پايه فعال پاتې شي. دى په اوسني پارلمان کې د سياسي اپوزيسيون مشر و.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په زابل کې د دولت ١٠ مخالف وسله وال وژل شوي

د افغانستان د ملي اردو سرچينې وايي، په زابل کې د دولت ١٠ مخالف وسله وال وژل شوي دي. د هېواد په سهيل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند نن وويل، په شويو عملياتو کې ١٥ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي. احمد صادق عيسی نن ازادي راډيو ته وويل: ٢٠٥ اتل قول اردو په ګډو جنګي او چاڼيزو عملياتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره یې پيل کړي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د زابل د کلات په کاکړانو کلي کې عمليات ترسره کړل، چې په نتيجه کې يې ١٠ تنه ترهګر وسله وال وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي د غير مسؤلو وسله والو د فعاليت د مخنیوي هڅه کوي

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د غير مسؤلو وسله والو د فعاليت مخه ونيسي. تر دې مخکې د بدخشان اوسېدونکو شکايت کړى و چې غير مسؤل وسله وال د خلکو په تښتونه، له خلکو په زوره د پيسو په اخيستو او نورو غير قانوني کارونو کې ښکېل دي. خو د بدخشان امنيه قوماندان سمونوال اسدالله محمدي ازادي راډيو ته وويل، په دې برخه کې به اقدام کېږي. ده وویل: په بدخشان کې غير مسؤل کسان يو ګواښ دى چې په ټول هېواد کې يوه ستونزه ګڼل کېږي، موږ چې کوم ګارنيزيون ايجاد کړى، پيل له فيض اباد ښار څخه کوو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نيويارک کې د برېښنا د پرچاوۍ له کبله سلګونه کسان ګير پاتې وو

د امريکا د نيويارک په منهټن د برېښنا د پرچاوۍ له کبله سلګونه کسان په ميټروګانو او لفټونو کې ګير پاتې شول. راپورونه وايي، د برېښنا جريان پرون د څلورو ساعتونو لپاره پرې شو او د دې تجارتي سيمې اوسېدونکي له لويې ستونزې سره مخامخ شول. د نيويارک په ټايم ميدان کې هم برېښنايي لوحې او نښې له کاره لوېدلي وو. ويل شوي چې په ټايم ميدان کې شااوخوا ٤٢٠٠٠ مشتريان له برېښنا بې برخې شول. چارواکي وايي، په يوه ټرانسفرمر کې اورلګېدنه د برېښنا د پرچاوۍ سبب شوه. د برېښنا جريان تېره شپه پر ځايي وخت ١١ بجې بېرته اعاده شو.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ميدان وردګ په عملياتو کې ١٠٠ وسله وال طالبان وژل شوي

د ميدان وردګ ولايت چارواکي ادعا کوي چې په پوځي عملياتو کې ١٠٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. چارواکي وايي، دغه عمليات د شپې پر مهال په جغتو ولسوالۍ کې شوي دي. د والي وياند محب الله شريفزي نن ازادي راډيو ته وويل، وژل شوي وسله وال د طالبانو د سرې قطعې غړي وو. ده وویل: په دغو عملياتو کې د سرې قطعې ١٠٠ جنګيالي وژل شوي دي، دوى په ځينو مهمو جګړو کې برخه اخيستله او تر څنګ يې درې وسله وال له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول شوي او بیول شوي دي. خو دغه ارقام د کومې خپلواکې سرچينې له خوا نه دي تأييد شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ د واشنګټن لپاره د بريتانيا د پخواني سفير څرګندونې احمقانه بللي

د واشنګټن لپاره د بريتانيا پخوانى سفير وايي چې دى په دې باور دى چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه ځکه ووت چې دغه تړون د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې ترتيب شوى و. د خپرو شويو اسنادو له مخې، د بريتانيا پخواني سفير کيم داروچ د ٢٠١٨ میلادي کال په مې مياشت کې په يوه ډيپلوماتيک پيغام کې چې نن يې جزيات خپاره شول، ويلي، د ټرمپ ادارې دا کار د ايډيالوژيکو او شخصي دلايلو له مخې کړى، نه د يوه ډيپلوماتيک اقدام په توګه او دا يې د اوباما تړون بللى و. دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کوربه انګلستان د کرکټ په نړیوال جام کې د نیوزیلنډ په وړاندې

د کرکټ د نړیوال جام وروستۍ لوبه نن د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ ده. دا د کرکټ د سږني نړیوال جام اته څلوېښتمه او وروستۍ لوبه ده. انګلستان د دې لوبې کوربه دی او په نننۍ لوبه کې یې په سلو کې پنځه اویا د بریالیتوب اټکل کېږي. له دواړو ټیمونو څخه یو هم تر اوسه پورې د کرکټ د نړیوال جام اتلولي نه ده ترلاسه کړې او په دې توګه به د نننۍ لوبې ګټونکی که هر ټیم وي، د لومړي ځل لپاره به د کرکټ د نړیوالو سیالیو د اتلولۍ لقب خپل کړي. د دواړو ټیمونو ترمنځ لوبه د افغانستان په وخت دوه بجې د لندن د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته روان شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته روان شوی څو دغلته د ملګرو ملتونو د سازمان په یوه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي. محمد جواد ظریف دا سفر په داسې حال کې کوي چې د ایران او لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا ترمنځ ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي نن وویل، ښاغلي ظریف د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا په کلنۍ غونډه کې ګډون کوي. تمه کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به له دې غونډې وروسته ونزویلا، نیکاراګوا او بولیویا ته ولاړ شي او د هغه هېوادونو له چارواکو سره به وګوري. Читать дальше...


Фильм молдавского режиссера получил приз зрительских симпатий на фестивале в Бухаресте

В Нижнем Новгороде накрыли модельное агентство, которое обмануло 50 человек на миллионы рублей

Экс-разведчик США Риттер назвал президента России самым уважаемым в мире лидером

Один день в Чекалине: что посмотреть туристам в когда-то самом маленьком городе России



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Подмосковье несколько лосей пересекали трассу строго по пешеходному переходу

Присяга новобранцев прошла у филиала Музея Победы в Тверской области

В субботу в Подмосковье ожидается +20 градусов

Вооруженный грабитель ушел без денег после нападения на банк в Москве

Музыкальные новости

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Визит Путина в Китай: Запад получил сигналы и от русских, и от китайцев

Каратисты завоевали бронзу на Всероссийских соревнованиях по каратэ «Кубок Танкограда»

Футболисты «Локомотива» – в расширенном составе сборной России на июньский сбор

Новости России

Присяга новобранцев прошла у филиала Музея Победы в Тверской области

В юго-восточной части Москвы мужчина с пистолетом ворвался в банк

В Подмосковье несколько лосей пересекали трассу строго по пешеходному переходу

В субботу в Подмосковье ожидается +20 градусов

Экология в России и мире

Сотрудники СЛД «Курск» филиала «Московский» ООО «ЛокоТех-Сервис» продолжают проводить экологические акции

Весна - время стильных футболок: примеры образов

Страдания юного Аюша Булчун

Кладезь полезных свойств: Кутушов рассказал о пользе шлемника байкальского

Спорт в России и мире

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA в Риме

Теннисист Медведев не смог выйти в четвертьфинал турнира серии «Мастерс» в Риме

Соболенко вышла в финал турнира WTA-1000 в Риме, в двух сетах обыграв Коллинз

Диего Шварцман: «Два чилийца в полуфинале в Риме. Шесть латиноамериканцев в топ-30. А ATP в следующем году уберет один из турниров в Южной Америке»

Moscow.media

Фикс-тариф будет доступен всем пользователям BelkaCar

Игровые клавиатуры Bloody S515R, B825R: механические свитчи и подставка под запястья

Вендор технологических решений DатаРу перешел на сервис кадрового ЭДО от HRlink

Завершена надвижка моста в Нагатинском затоне







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *