چارواکي: په زابل کې د دولت ١٠ مخالف وسله وال وژل شوي
د افغانستان د ملي اردو سرچينې وايي، په زابل کې د دولت ١٠ مخالف وسله وال وژل شوي دي.
د هېواد په سهيل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند نن وويل، په شويو عملياتو کې ١٥ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.
احمد صادق عيسی نن ازادي راډيو ته وويل: ٢٠٥ اتل قول اردو په ګډو جنګي او چاڼيزو عملياتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره یې پيل کړي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د زابل د کلات په کاکړانو کلي کې عمليات ترسره کړل، چې په نتيجه کې يې ١٠ تنه ترهګر وسله وال وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي عيسی وویل، په زابل کې پوځي عمليات د وسله والو د وروستیو خوځښتونو د ځپلو په هدف ترسره شوي دي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال وياند وايي، د ارزګان ولايت په دهراود کې هم د دوى په عملياتو کې ٣ وسله وال وژل شوي او ٢ نور ټپيان شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.