د بدخشان چارواکي د غير مسؤلو وسله والو د فعاليت د مخنیوي هڅه کوي
د بدخشان امنيتي چارواکي وايي، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د غير مسؤلو وسله والو د فعاليت مخه ونيسي.
تر دې مخکې د بدخشان اوسېدونکو شکايت کړى و چې غير مسؤل وسله وال د خلکو په تښتونه، له خلکو په زوره د پيسو په اخيستو او نورو غير قانوني کارونو کې ښکېل دي.
خو د بدخشان امنيه قوماندان سمونوال اسدالله محمدي ازادي راډيو ته وويل، په دې برخه کې به اقدام کېږي.
ده وویل: په بدخشان کې غير مسؤل کسان يو ګواښ دى چې په ټول هېواد کې يوه ستونزه ګڼل کېږي، موږ چې کوم ګارنيزيون ايجاد کړى، پيل له فيض اباد ښار څخه کوو، چې څنګه دغه غير مسؤل کسان راټول وکړو، په نورو ولايتونو کې هم غير مسؤل وسله وال فعال دي، په بدخشان کې هم شته.
تر دې مخکې په نورو ولايتونو کې هم خلکو له غير مسؤلو وسله والو ورته شکايتونه کړي وو.