په نيويارک کې د برېښنا د پرچاوۍ له کبله سلګونه کسان ګير پاتې وو
د امريکا د نيويارک په منهټن د برېښنا د پرچاوۍ له کبله سلګونه کسان په ميټروګانو او لفټونو کې ګير پاتې شول.
راپورونه وايي، د برېښنا جريان پرون د څلورو ساعتونو لپاره پرې شو او د دې تجارتي سيمې اوسېدونکي له لويې ستونزې سره مخامخ شول.
د نيويارک په ټايم ميدان کې هم برېښنايي لوحې او نښې له کاره لوېدلي وو.
ويل شوي چې په ټايم ميدان کې شااوخوا ٤٢٠٠٠ مشتريان له برېښنا بې برخې شول.
چارواکي وايي، په يوه ټرانسفرمر کې اورلګېدنه د برېښنا د پرچاوۍ سبب شوه.
د برېښنا جريان تېره شپه پر ځايي وخت ١١ بجې بېرته اعاده شو.