چارواکي: بهرنيو ځواکونو په کندهار کې د طالبانو د بريد مخه نيولې
د کندهار چارواکي وايي، بهرنيو ځواکونو په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ډله ييز بريد مخه نيولې ده.
د دوى په خبره، وسله والو طالبانو غوښتل چې تېره شپه په شاه وليکوټ کې پر يوې پوځې اډې حمله وکړي.
د شاه وليکوټ د امنيې قوماندانۍ مرستيال محمد قاسم وايي، د بهرنيو ځواکونو په حمله کې ١٢ وسله وال وژل شوي دي.
ده وویل: طالبانو تېر ماسخوتن غوښتل چې پر چنار قرارګاه حمله وکړي، دوى چې ١٢ کسان په يوه بايفور موټر کې سپاره وو، ځنځير ته راورسېدل چې د ملا شهامت د ډلې خلک دي، تېره شپه ورباندې بمباري شوې او له منځه تللي دي.
په افغانستان کې دېره نړيوالو ځواکونو او خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.