امریکا په پام کې لري چې پر ځينو کسانو د اعدام حکم تطبیق کړي
د امریکا حکومت په تېرو شپاړسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په پام کې لري چې پر یو شمېر کسانو د اعدام حکم تطبیق کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، ټاکل شوې چې په اعدام پر محکوم شویو پنځو تنو بندیانو د اعدام حکم د راروانې ډېسمبر میاشتې له پیله تطبیق شي.
وروسته له دې چې په ۲۰۱۴ کال کې د زهرلرونکې پیچکارۍ په وسیله د یوه محکوم بندي د وژنې هڅه ناکامه شوه، د هغه مهال ولسمشر بارک اوباما هدایت ورکړ چې په دې طریقه د بندیانو د وژنې په برخه کې دې له سره غور وشي.
د امریکا د عدلیې وزارت د دې څېړنو له بشپړېدو وروسته اوس وايي چې پر محکومو بندیانو د اعدام د حکم تطبیقول بیا پیلېږي.
د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار ویلي چې عدليې وزارت به له قانون سره سم د جنایتونو د قربانیانو او د هغو د کورنیو لپاره د هغو احکامو تطبیق عملي کړي چې قضا یې په اړه پرېکړه کړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، باور لري چې اعدام باید د نړۍ په هېڅ ځای کې هم عملي نه شي.