په قطر کې د طالبانو د دفتر یو اته کسیز پلاوی اندونیزیا ته ولاړ
په قطر کې د طالبانو د دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی نن سهار اندونیزیا ته ولاړ. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې او زیاتوي چې دغه پلاوی به له اندونیزیایي چارواکو سره د افغانستان د سولې او راتلونکې همکارۍ په اړه خبرې وکړي. دا سفر داسې مهال شوی چې تمه ده، راتلونکې میاشت په اندونیزیا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس جوړ شي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د دې کنفرانس نېټه د اګست ۲۷ مه یادوي. دا د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو دوهمه غونډه ده. Читать дальше...