امریکا: ایران د منځني واټن ویشتونکی شهاب ۳ توغندی ازمویلی
یوه بې نومه امریکايي چارواکي فاکس نیوز ته ویلي، ایران د منځني واټن ویشتونکی شهاب ۳ توغندی ازمویلی دی.
که چېرې دا خبر تأیید شي، دا به د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې چې لا د مخه ترینګلې دي، نورې هم کړکېچنې کړي.
د پنجشنبې په ورځ ناوخته فاکس نیوز د یو بل لوړ پوړي امریکا چارواکي له قوله هم وویل چې له ایرانه د یوه توغندي د توغول کېدو له راپورونو خبر دی، خو دا مهال پرې نوره تبصره نه کوي.
لومړني امریکایي چارواکي ویلي، د توغندي دا ازموینه د چهارشنبې په ورځ شوې او دا توغندی د نږدې ۱۰۰۰ کیلومترو په واټن د ایران له جنوبه شمال کې مرکز تهران ته د نږدې سیمې پر خوا توغول شوی دی.
دې چارواکي ویلي، دوی ګومان کوي چې دا ازموینه به د ایران د هغو هڅو برخه وي چې غواړي د خپلو توغندیو واټن او هدف ویشتل بهتر کړي.
دم ګړۍ دا هم روښانه نه ده چې دا ازموینه پر ایران له لګېدلو بندیزونو سرغړاوی دی ک نه؟
تر دې مخکې امریکا او متحدانو یې د شهاب۳ توغندي ازموینې پر ایران له بندیزونو سرغړاوی بللی، خو د ایران متحدې روسیې ویلي وویل چې دا له بندیزونو سرغړاوی نه دی.