تادین خان: په کندهار کې ۶۱ وسله وال وژل شوي
د کندهار امنیه قوماندان وایي، دې ولایت کې ۶۱ وسله وال وژل شوي دي.
تادین خان نن پر خپل ټوېټر لیکلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د شورابک او ریګستان پر ولسواليو بریدونه کړي.
د تادین خان په وینا، د هوایي بمباریو او امنيتي ځواکونو په مقاومت کې ۶۱ وسله وال طالبان وژل شوي او تر دېرشو زیات نور ټپيان شوي دي.
نوموړي افغان ځواکونو ته د تلفاتو څه نه دي ویلي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.