اردوغان د "اېس ۴۰۰" توغندویي دفاعي سېستم د پیلېدو پلان بیا تکرار کړ
د ترکیې ولسمشر د راتلونکي کال په اپرېل کې د روسیې د (S-400) توغندویي دفاعي سېستم د پیلېدو پلان بیا تکرار کړ.
رجب طیب اردوغان نن جمعه په انقره کې د خپل عدالت او پرمختیا ګوند په یوې غونډه کې وویل: په راتلونکي پسرلي کې که خدای غوښتي وو، د ۲۰۲۰ په اپرېل کې به موږ وتوانېږو چې له دې سېستمه کار اخيستل پیل کړو.
د امریکا او ناټو پوځي چارواکو له اوږدې مودې راهیسي له روسیې څخه د (S-400) ډوله توغندویي دفاعي سېستم له اخيستلو سره مخالفت ښودلی او وایي چې دا سېستم په لوېدیځ کې د ترکیې د متحدینو له پوځي سېستمونو سره نه جوړېږي او ښایي د نوي (F-35) ډوله جټ الوتکو فعالیت له خطر سره مخامخ کړي.
د امریکا متحده ایالات وایي، په دې سېستم سره به روسیه وتوانېږي چې د (F-35) ډوله جټ الوتکو حساس تخنیکي معلومات ترلاسه کړای شي.
روسیې روانه میاشت ترکیې ته د دغه سېستم د انتقال چارې پیل کړې او واشنګټن یې په غبرګون کې پر ترکیې د امریکا د (F-35) ډوله جټ الوتکو پروګرام بند کړ.
د ترکیې ولسمشر وایي، که امریکا دا الوتکې پر دوی نه پلوري، انقره به له بل ځایه جنګي جټ الوتکې ترلاسه کړي.