په قطر کې د طالبانو د دفتر یو اته کسیز پلاوی اندونیزیا ته ولاړ
په قطر کې د طالبانو د دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی نن سهار اندونیزیا ته ولاړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې او زیاتوي چې دغه پلاوی به له اندونیزیایي چارواکو سره د افغانستان د سولې او راتلونکې همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال شوی چې تمه ده، راتلونکې میاشت په اندونیزیا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس جوړ شي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د دې کنفرانس نېټه د اګست ۲۷ مه یادوي.
دا د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو دوهمه غونډه ده.
د اندونیزیا حکومت تراوسه دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي او دا هم معلومه نه ده چې دا سفر د علماوو له راتلونکي کنفرانس سره ارتباط لري که څنګه؟