قرېشي: له هند سره د هوايي لارې تړلو پرېکړه نه ده شوې
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې له هغې وروسته کړي چې د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجي وزير فواد چودري د اګست په ۲۷مه پر ټويټر ليکلي و چې وزيراعظم عمران خان له هند سره د هوايي قلمرو په بشپړه توګه تړلو پر پرېکړه غور کوي.