د نړۍ وروستي خبرونه له ازادي ستودیو
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د متحد ایالتونو د لوی درستیز څرګندونې دلته اوریدلی شئ. د سولې له خبرو مو هم خبروو. د پخواني شوروي اتحاد اټومي چاودنې او د هغوی اغیزې هم درښکاره کوو.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د متحد ایالتونو د لوی درستیز څرګندونې دلته اوریدلی شئ. د سولې له خبرو مو هم خبروو. د پخواني شوروي اتحاد اټومي چاودنې او د هغوی اغیزې هم درښکاره کوو.
د اګست پر ۲۹مه، ځینې پټمخي کسان خبریالانو ته وښوول او ورته یې وویل چې دا کسان یې د ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولي.
د کابل ښاروالۍ وایي چې د Lucky Dayana خصوصي شرکت چې له یوه امریکایي شرکت NTC سره تړون لري، په خپل سر د کابل د هوایي ډګر پر سړک ۲۴ ونې پرې کړي دي. په دې اړه شفیع کریمي راپور لري.
د امریکا د حکومت د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د ملدووا په پلازمېنه چېشېناو کې د هغه هېواد له صدراعظمې مایا ساندو سره وکتل. دواړو خواو پر امنیتي مسایلو خبرې کړي دي. بولټن ملدووا ته تر تګ مخکې دوه ورځې په اوکراین کې تېرې کړې. دی د امریکا د حکومت تر ټولو لوړرتبه چارواکی دی چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې ملدووا ته سفر کوي. جان بولټن نن په چېشېناو کې د ملدووا له صدراعظمې مایا ساندو سره په ګډه خبري غونډه کې د ملدووا د حکومت د مبارزې چې د اداري فساد پر ضد یې کوي، ملاتړ وکړ. جان بولټن وویل: د امریکا... Читать дальше...
د روسیې رسنیو ویلي چې اوکراینی فلم جوړوونکی اولېح سېنسوف د روسیې په لېرې پراته ارکتیک کې له یوه زندانه د مسکو یوه توقیف ځای ته لېږدول شوی دی. د اوکراین حکومت، غربي دولتونو او د بشري حقونو د ملاتړ نړیوالو ادارو د اولېح سېنسوف پر توقیف سخت انتقادونه کړي دي. د روسیې خبري اژانسونو لکه تاس، انټرفکس او یو شمېر انټرنټي خپرونو لکه بازا او نیزيګر د پټو سرچینو په حواله نن د اګست په ۲۹مه خبر ورکړی چې اولیح سېنسوف په مسکو کې دوهم نمبر توقیف ځای ته استول شوی چې بوتیرسکایا زندان هم ورته ویل کېږي. اولیح سېنسوف... Читать дальше...
ظفر اقرار دا وخت په برېتانيا کې دی او غواړي چې خپلو ځينو سندرو ته په همهغه هېواد کې ويډيوګانې جوړې کړي.
د هند تحصیلي سکالرشپونو ته په ازموینه کې يو شمېر بریالي شوي کسان ادعا کوي چې ښايي تحصیلي بورسونه یې د پیسو او واسطو په بدل کې نورو ته ورکړل شي.
ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید رحمت الله نبیل په خپلې انتخاباتي مبارزه کې وایي، سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده.
د پاکستان پوځ وياند د اګست پر ۲۹مه ويلي دي چې د بېليسټيک توغندي کاميابه ازموينه يې کړې ده. د مېجر جنرل اصف غفور په خبره غزنوي ميزايل د اټومې وسلو وړلو توان هم لري.
له یوې خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو دوام او له بلې خوا په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو له لوري انتخاباتي مبارزو خلک په سوچ کې کړي دي. شفیع کریمي له نورو جزیاتو سره
په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه امریکايي چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي، افغان حکومت وايي چې امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو لپاره منظمه برنامه لري.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د امریکا له مذاکراتي ډلې سره يي د شپې تر دوه نیمو بجو خبرې وشوې چې ملا عبدالغني برادر او زلمی خلیلزاد هم پکې موجود ول.
د افغانستان د ښوونځیو لپاره ۱۲،۲ میلیونه درسي کتابونه په داسې حال کې چاپ شول چې په افغانستان کې ښوونیز کال تر نیمايي اوړي، خو لا هم د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو ته پوره درسي کتابونه نه دي رسېدلي.
ډنفرډ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د "ترهګرۍ ضد موخو ته رسېدل باوري کول غواړي" او دا چې د سرتېرو
په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې نن د اګست په نهه ویشتمه ماسپښین بیا پیلېږي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د خاص استازي زلمي خلیلزاد دفتر ازادي راډیو ته یو پیغام استولی او داخبره یې تأیید کړې ده. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه ناوخته پر ټوېټر لیکی وو چې د دواړو خواو خبرې تر نیمې شپې روانې وې، پرمهمو مسئلو پرمختګ شوی، خو د پرمختګونو جزیات يې نه دي څرګند کړي. سهیل شاهین لیکلي وو چې په پرونیو مذاکرو کې د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني... Читать дальше...
د هند د دوو لویو بندرونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو له مخې په پاکستان کې روزل شوي کومانډو پرې د حملو پلان لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې له هغې وروسته کړي چې د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجي وزير فواد چودري د اګست په ۲۷مه پر ټويټر ليکلي و چې وزيراعظم عمران خان له هند سره د هوايي قلمرو په بشپړه توګه تړلو پر پرېکړه غور کوي.
د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ملک کالو خان پر قبر ګنبد جوړ کړل شوی دی. له دې وړاندې د نوموړي قبر د کالو ډېر په يوه هديره کې يو عادي قبر و. کالو خان په ۱۶مې ميلادي پېړۍ کې د يوسفزيو لوی مشر پاتې شوی او د مغلو پر ضد يې د يوسفزيو د جنګ مشري کړې وه. نوموړي مغلو ته په لويو جنګونو کې ماتي ورکړې وه. نور حال د ځلاند يوسفزي په ويډيويي راپور کې.
د هلمند د پوهني دریاست مسؤلین وايي، طالبان او سیمه ییز مخور غواړي چې تړلي ښوونځي خلاص شي، خو د پوهنې له وزارته يې د ښوونکو د تشکیل ترڅنګ امکانات غوښتي دي چې نه دي ورسېدلي.
امریکایۍ ورځپاڼې ډیلي بیسټ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پروګرام په اړه لیکنه خپره کړې ده.
په افغانستان کې د امريکا سفير وايي، طالبان له يوې خوا سوله غواړي او له بلې خوا مخابراتي شبکې ويجاړوي. پرون ماښام په خوست ښار کې د سلام مخابراتي شبکې په دفتر کې چاودنه وشوه. تر دې مخکې د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې هم د سلام مخابراتي شبکې يوه پايه والوځول شوه. وسله والو طالبانو تېره دوشنبه په يوه اعلاميه کې خبردارى ورکړى و چې د سلام مخابراتي شبکې پر مرکزونو او انتنونو به حملې کوي. په کابل کې د امريکا سفير جان بس تر دغو پېښو وروسته تېر ماښام په ټوېټر کې وليکل: طالبان وايي، دوى سوله غواړي... Читать дальше...
د کونړ ولايت د والي مرستيال وايي، په دانګام ولسوالۍ کې يې د پرونۍ پېښې په اړه جمهوري رياست ته اطلاع ورکړې ده. پرون په دې ولسوالۍ کې د پاکستان له خاورې د ويشتل شوي توغندي په چاودنه کې ٣ ماشومان ووژل شول او ٦ ماشومان ټپيان شول. د والي مرستيال ګل محمد بيدار پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: درې تنه شهيدان او ٦ تنه ټپيان لرو، موږ د عاجلې پېښې په اړه جمهوري رياست ته خبر ورکړى او د هغوى هدايت ته په تمه يوو. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ډيپلوماتيک ماموريت ويلي چې دوى د پاکستان د دغو سرغړونو په اړه تېره پنجشنبه امنيت شورا ته شکايت وړاندې کړى دى.
د پکتيا ولايت قومي مخورو او مشرانو ويلي چې په هېواد کې د دايمي سولې غوښتونکي دي. دوى دا خبره پرون په کابل کې د ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې وکړه. د پکتيا د والي وياند وايي، په دې کتنه کې له قومي جوړښتونو په استفادې د سولې په ټينګښت کې د قومونو پر رول هم خبرې وشوې. عبدالله حسرت پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: د لويې پکتيا قبايلي جوړښت ته په کتو چې لا هم د قومونو رول او د جرګو مرکو دودونه خوندي دي، په دې برخه کې د دغو متنفذينو هڅې ګټورې تمامېداى شي. د والي وياند وايي، په... Читать дальше...
په ارزګان ولایت کې سږکال کرنيز محصولات د تېر کال په نسبت زيات وو. ويل شوي چې د غنمو حاصلات په سلو کې ١٢ او د وچو او تازه مېوو حاصلات ٨ فيصده زيات وو. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست سمېع الله پرون ازادي راډيو ته وویل، يوه وجه یې وروستي ورښتونه وو. دی وایي: په غنمو کې تقريباً ١٢ فيصده زياتوالى راغلى و چې علت يې ورښتونه او ښه تخمونه وو چې د کرنې رياست دوى ته ورکړي وو، په وچو او تازه مېوو کې هم ٨ فيصده زياتوالى راغلى دى. خو په ارزګان کې بزګران شکايت لري چې د زراعتي محصولاتو لپاره مناسب بازار نه لري.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د امريکا هغه دوه سناتوران چې ادعا کوي چې روسيې يې وېزې رد کړي، پوهېدل په هغه لېست کې شامل دي چې روسيې ته له ننوتلو منعه شوي دي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا پرون خبريالانو ته وويل، دغه لېست د امريکا په ځواب کې برابر شوى چې د روسيې د مشرانو جرګې ګڼ غړي امريکا ته ممنوع الدخول اعلان شوي دي. د امريکا سناتوران کريس مورفي او ران جانسن چې دواړه د کرملين منتقدان دي، روانه اوونۍ ويلي وو چې روسيې ورته د وېزې ورکړه رد کړې ده. دوى ويلي چې غوښتل يې د... Читать дальше...