د امريکا يو مرکچي وايي، له طالبانو سره يې خبرې نن هم دوام کوي
په قطر کې د امريکايي هيئت يو مرکچي وايي، له طالبانو سره يې مذاکرې نن هم دوام کوي.
دغې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، ازادي راډيو ته ويلي چې پرونۍ خبرې يې پر ځايي وخت تر نن سهار پنځو بجو روانې وې.
په قطر کې د امريکايي هيئت او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې د اګست د مياشتې په ٢٢مه پيل شوې دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پرون په ټوېټر کې ليکلي چې له زلمي خليلزاد سره په پرونيو خبرو کې ملا عبدالغني برادر هم ګډون درلود.
سهيل شاهين ليکلي چې پر مهمو ټکو پرمختګ شوى دى، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.