د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې یوه ځانمرګي برید ۴ تنه ټپیان کړل
د افغانستان د کورنیو چارو وزات وایي چې نن جمعه ماښام شپږ بجې او ۲۵ دقیقې په کابل کې یوه ځانمرګي برید ۴ تنه ټپیان کړل. د دغه وزات ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید د کابل ښار د څلورمې امنیتي خوزې مربوط د تایمني په دوهم سړک وشو چې په ټپیانو کې یې ۳ تنه مېرمنې دي. د نوموړي په خبره چې دغه برید د ملکي خلکو په یوه ګڼه ګوڼه کې شوی دی چې ټپیان یې هم ملکیان دي. رحیمي وایي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي. د دغه برید مسؤلیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.