بولټن د امریکا او بلاروس د مشترکو ګټو پر سر د خبرو اترو غوښتنه کړې
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د خپل هېواد او بلاروس ترمنځ په یو لړ اختلافونو سربېره د مشترکو ګټو پر سر د خبرو اترو غوښتنه کړې.
جان بولټن د پنجشنبې په ورځ په مینسک کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، هغه د بلاروس ولسمشر الکساند لوکاشینکا او د دې هېواد نورو چارواکو ته ویلي چې په ځینو برخو په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي په برخو کې دوه اړخیز اختلافونه شته.
ده وویل: په هغو خبرو کې چې د ولسمشر لوکاشینکا سره یې دوه ساعته او پنځلس دقیقې دوام وکړ، په بېلابېلو مسلو وغږېدو، خو کوم اختلاف مو حل نه کړ.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار بلاروس ته د لنډ سفر پر مهال د دې هېواد د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا تود هرکلی وکړ.
لوکاشینکا وویل چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی فصل پیل شوی دی.
په تېرو شلو کلونو کې جان بولټن لومړنی لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې بلاروس ته سفر کوي.