د فرانسې ولسمشر له خپل ایراني سیاله د زغم غوښتنه وکړه
په داسې حال کې چې په سيمه کې کړکېچ روان دى، د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون د ايران له ولسمشر حسن روحاني د زغم ښوولو غوښتنه وکړه.
د ايران ولسمشر له اروپا غوښتي چې د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي.
د فرانسې د جمهوري رياست دفتر پرون ويل چې ولسمشر مکرون په يوه ټیليفوني مکالمه کې له خپل ایراني سیاله وغوښتل چې د يمن جګړې په اړه مذاکراتو ته د هڅونې لپاره هم ضروري اقدامات ترسره کړي.
ويل شوي چې په دغو خبرو کې مکرون له ايرانه دا غوښتنه هم کړې چې د لبنان په مسئله کې پراخ زغم وښيي ترڅو په اوسني کړکېچ کې ثبات له ګواښ سره مخامخ نه شي.
ايران چې اکثريت وګړي يې شيعه ګان دي په يمن کې د سعودي عربستان پرضد په نيابتي جګړه کې ښکېل بلل کېږي.
د يمن حکومت چې سعودي عربستان او د هغه پوځي متحدان يې ملاتړ کوي، له ٢٠١٥ میلادي کال راهيسې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي ياغيانو سره په جګړه بوخت دى.