پولیسو په ۱۴ولایتونو کې څه د پاسه ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي
پولیسو په څوارلسو ولایتونو کې څه د پاسه اته سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په څوارلسو ولایتونو کې (۸۵۱) کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي چې هیروئین، تاریاک، چرس، کېمیاوي مواد او وراسته شوي کشمش پکې شامل دي.
دی وایي: له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په (۱۴) ولایتونو کې (۳۵) عملیات وکړل چې د نشه يي موادو په شک یې (۳۴) کسان نیولي، په دوی کې دوه تنه یې ملي پولیس دي.
د یادونې وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کې په کابل، نیمروز او ننګرهار ولایتونو کې د نشه يي موادو شل خرڅوونکي نیول شوي دي.