د پاکستان حکومت سیاسي مخالفینو د لارو د بندېدا پای وغوښت
د پاکستان د حکومت مخالفو مشرانو پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د هغه هیواد په لویو ښارونو کې د لارو بندول ختم کړي.
دوی وایې دا اعتراضونه عام خلک زیانمنوي.
دغو مخالفو مشرانو د نومبر پر ۱۹مه اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته دا هم وویل چې د صدراعظم عمران خان تر استعفی پورې به خپلو نورو فشارونو ته دوام ورکوي.
دوی ادعا کوي چې خان د ۲۰۱۸ میلادي کال په ټاکنو کې په درغلیو د پاکستان د پوځ له خوا واک ته رسیدلی دی.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ دغه حکومت ضد اعتراضونه تیره میاشت د آزادۍ مارش په نوم پیل شول.
لسګونه زره لاریون کوونکو له کراچۍ څخه اعتراضونه پیل کړل او د اکټوبر پر یو دېرشمه پلازمېنه اسلام آباد ته ورسېدل.
دوی په پلازمینه کې پر عمده لویو لارو تحصن پیل کړ او د نویو تروخت مخکي ټاکنو غوښتنه یې کوله.
د نومبر پر ۱۳مه مولانا فضل الرحمن په پلازمېنه کې دوه اوونیز تحصن ختم او خپلو پلویانو ته یې وویل چې په ټول هېواد کې لویې لارې وتړي.
په پاکستان کې پوځ ډېر کلونه واکمن پاتې شوی او د دولتونو په جوړولو کې لوی لاس لري.
په تېرو ۷۰ کلونو کې هیڅ پاکستانی صدراعظم نه دی توانېدلی خپله کاري موده بشپړه کړي.