په کندهار کې یو ځل بیا پنبه د کوکنارو پر ځاي کرل کیږي
په کندهار کې یو شمیر بزګر چې په تیرو کلونو کې یې پرخپلو ځمکو کوکنار کرلي وو، اوس یې پنبه کرلې. که څه هم په کندهارکې د پنبې د اخیستلو او صادراتو بازار ګرم دی خو بزګران ستونزې هم لري.
په دې اړه له کندهاره د آزادي راډیو خبریال صادق رشتینی ویدیویي راپور را استولی چی هیلۍ اسد یې وړاندې کوي.