ازبکستان ته د وزن پورته کولو افغان ملي لوبډلې سفر
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د روانې میلادي میاشتې، له ۸ تر ۱۲ د ټولو اسلامي هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د ازبیکستان په پلازمینې تاشکند کې جوړیږي.
د ښاغلي قاري زاده په وینا په یادو لوبو کې به د بېلا بېلو ګټه ګوریو افغان وزن پورته کوونکي سیالي وکړي.