پر مظاهره چيانو بنديزونه د حکومتونو په تاوان دي: ځوانان
دې سازمان د جنورۍ په ۳۰ مه خپل کلني راپور کې دغه خبره کړې. دا په داسې کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او ځينې نور غړي يې چې د خپلو غوښتنو لپاره سوله ييزه مظاهره کوي دا وخت په جېل کې دي.
د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو هم د ياد سازمان له يو مخکښ عالمزېب مسيد،د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د اجرايوي کمېتې غړي او ټولنيزو رسنيو ځوان مدني فعال ضياالله همدرد سره خبرې کړي.
دا درېواړه مېلمانه دا خبره مني چې د ځوانانو په مشرۍ په سوله ييزه مظاهره چيانو بنديزونه د حکومتونو په تاوان دي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.