شمالي کوریا خپلو اوبو ته توغندي توغولي
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد چې له امریکا سرهیې خبرې ولاړې دي، غواړي بیا پوځي نندارې ترسره کړي.
د شمالي کوریا په مرکز سویل کې چارواکو منلې چې دوه توغندي نن توغول شوي، خو سملاسي تأیید شوې نهده چې دا بالیستیک توغندي دي او که بله کومه وسله؟
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تېره دسمبر میاشت کې له امریکا سره خبرو کې په کم پرمختګ غصه څرګنده کړې وه او ویلي یې و چې هېواد بهیې ژر نوې وسلې نندارې ته وړاندې کړي.
کېم تر اوسه درې ځله له ولسمشر ټرمپ سره کتلي، د شمالي کوریا په اټمي هڅو کې یو څه کمښت پر دغه هېواد د امریکا بندیزونه هم راکم کړي دي.
بهرنیو اژانسونو ویلي، د شمالي کوریا دا نمایش ممکن په دې معنی وي چې وښيي، د شمالي کوریا دننه ټول کسان روغ دي، داسې حال کې چې د نړۍ نورو هېوادونو او جنوبي کوریا کې کرونا خلک اندېښمن کړي دي.