Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2020

Новости за 02.03.2020

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د طالب بندیانو پر خلاصون مخالفتونه پيدا شوي، طالبان وايي که یې بندیان ازاده نه شي بین الافغاني خبرې نه کوي. د یونان پولو ته زرګونه کډوال رسیدلي خو پولیس د مخکې تګ اجازه نه ورکوي. او په هسپانیه کې یې۴بوتله عطر جوړ کړي چې۱۷لکه ډالره قیمت لري. ازادي ستوډیو د شپې په۸بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

Mashaalradio.com 

د امریکا او طالبانو هوکړې افغان کډوال هیله من کړي

د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیکولو د بلوچستان په پښین کې افغان کډوال هیله من کړي دي. په کیمپ کې اوسېدونکي وايي، غواړي چې د لسیزو تر کډوالۍ وروسته هېواد ته ستانه شي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسیون مشره د ترکیې او یونان ترمنځ پولې ته ځي

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین ویلي چې د ترکیې او یونان ترمنځ پولې ته سفر کوي. نوموړې نن په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له دې سره به د اروپایي شورا مشر چارلس میشل او د دې بلاک د پارلمان مشر ډېوېډ ساسولي "David Sassoli" هم ملګرتیا کوي څو اتن ته چې د کډوالو له بحران سره مخامخ دی، خپل ملاتړ وښیي. د اروپایي ټولنې دا درې مشران به سې شنبه د مارچ درېیمه د یونان په پوله کې د دې هېواد له صدراعظم سره وګوري. د یونان چارواکي وایي وروسته له هغه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: میدان وردګ کې طالبانو ۵۵ ملکيان برمته کړي

د میدان وردګ چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې په دې ولایت کې ۵۵ ملکي وګړي برمته کړي او نامعلوم ځای ته‌یې بیولي دي. د میدان وردګ د والي ویاند محب‌الله شریف‌زي ازادي راډیو ته وویل دغه کسان چې ډېری یې ځوانان دي، د چک ولسوالۍ له مربوطاتو برمته شوي دي. نوموړي زیاته کړه: "د سیمي تقریباً ۵۵ ملکي بې‌ګناه کسان‌یې بیولي دي. د دوی ادعا دا ده چې دا کسان‌یې له حکومت سره د همکارۍ په تور نیولي دي. زموږ د معلوماتو له مخې دا کسان وسله‌والو طالبانو برمته کړي او د چک ولسوال هم ویلي چې ځیني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کتاب موږ له بدبختیو ژغوري!

دا ځوانانو ته د حاجي محمد ناصر خبره ده، هغه چې په یو ټکسي موټر کې یې ګرځند کتابتون جوړ کړی دی. محمد ناصر وايي دا کار یې مطالعې ته د خلکو د هڅولو په هدف کړی دی. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد په دې اړه راپور جوړ کړی:

Pa.azadiradio.com 

په کرونا وایروس اخته دوهم امریکایي وګړی ومړ

دوهم امریکایې وګړی چې په کرونا وایروس اخته و ومړ. د امریکا متحده ایالاتو روغتیایې چارواکو داسي مهال دا راپور ورکړ چې د امریکا په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو د کرونا وایروس لومړۍ پېښې په خپلو هېوادونو کې تائید کړې. دا امریکایي وګړی چې شاوخوا اویا کلن وو پرون ناوخته د واشنګټن سیاتل ښار ته نژدې د درملني په یوه مرکز کې مړ شو. روغتیایې مسولین وایي د واشنګټن په شمال لویدیځه برخه کې لسګونه نور کسان چې ناروغان دې د یاد وایروس د اخته کېدو د احتمال له کبله تر آزموینې لاندې دي. کویټ د مارچ پر ۲ /نن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې او روسیې ولسمشران روانه اوونۍ مسکو کې سره ګوري

د ترکیې او روسیې ولسمشران په پام کې لري د روانې اوونۍ په ترڅ کې په مسکو کې سره وګوري. د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر نن د مارچ دوهمه دا خبره کړې ده. ترکیې نن تایید کړه چې د سوریې په ادلیب ښار کې د شخړو له ډېرېدو سره یې هلته د روسي پلوه سوريایې ځواکونو پر وړاندي پوځي عملیات پیل کړي دي.  ادلیب په سوریې کې د حکومت ضد وسله والو یاغیانو وروستی پټن ځای بلل کېږي.  وروستی کړکېچ وروسته له هغه ډېر شو چې تېره اوونۍ په سوریې کې د ترکیې ۳۴ تنه سرتېري په یوه هوایې بمبارد کې ووژل شول. د ترکیې د ولسمشر دفتر په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: له افغان حکومت سره د خبرو شرط د ۵۰۰۰ بندیان خوشې کول دي

طالبانو ویلې تر هغو چې د دوی ۵۰۰۰ بندیان د افغان حکومت لخوا خوشي نشي، دوی به له افغان چارواکو سره خبري ونه کړي. رویترز خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له یاد خبري آژانس سره پر ټېلیفون دا خبره کړې ده. رویترز د مجاهد له قوله لیکلي چې د سلو یا دوه سوه بندیانو خوشي کېدل مانا نه لري. وروسته له هغه چې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې د بین الافغاني خبرو لپاره باید د دغو بندیانو خوشې کېدل پیش شرط نه وي، د وسله والو طالبانو ویاند دا څرګندوني کړي دي. په هغه تړون کې چې د شنبې په ورځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۶۶ تنو ته ورسېد

د ایران د روغتیا وزارت نن وویل چې د کرونا وایروس له امله ۱۲نور کسان مړه شوي دي. په دې سره په دې هېواد کې د دې وایروس له کبله د مړو شمیر ۶۶ تنو ته ورسېد. د ایران د دولتي ټلویزیون په راپور کې نن دوشنبه وویل شول چې په نویو مړو شویو کسانو کې د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یې یو سلاکار هم شامل دی. ۷۱ کلن محمد میر محمدي د تهران په یوه روغتون کې ساه ورکړه. دی د ایراني چارواکو څخه د دې وایروس لومړنی قرباني دی. په ایران کېد کرونا ویروس ۱۵۰۱ مثبتي پېښي ثبت شوي دي. ایران تر چین وروسته د دې وایروس له کبله ډیر قربانیان ورکړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارګ: طالبان باید په قطر کې له افغان پلاوي سره وګوري

که څه هم په قطر کې د امریکا او طالبانو د هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې قطر ته افغان استول شوي پلاوي حضور نه‌درلود، خو اوس ولسمشرۍ مانۍ وايي چې طالبان باید په قطر کې له افغان پلاوي سره وګوري.

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان له افغانستان سره پوله تړلې

د افغانستان شمالي ګاونډي هېواد ازبکستان د دوشنبې په ورځ د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر له افغانستان سره د خپلې پولې د تړلو خبر ورکړ. د بلخ ولایت چارواکو له ازادی رادیو سره په خبرو کې د ازبکستان له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د حیرتانو د بندر تړل کېدل تائید کړل. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وویل: "نن سهاردوست هيواد ازبکستان د افغان مسافرو پرمخ خپل بندر چې په حیرتانو کې دی، د افغانستان له لورِ د کرونا وایروس د ورخپرېدو د مخنیوي په خاطر وتاړه، راپورونه چې موږ یې لرو، هغو ویلي چې د بندر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې د سولې په ملاتړ غونډه شوې

د کونړ نورګل ولسوالۍ کې په لسګونو کسانو د سولې په ملاتړ غونډه وکړه. دې غونډې ته یو شمیر کونډې او هغه میرمنې هم راغلې وې چې د چا په روان جنګ کې د کورنۍ غړي وژل شوي. دوي ویل سوله يې د ژوند ارمان دی او نه غواړې چې نورې میرمنې د دوي په برخلیک اخته شي. اغلې شریفه چې د خپلې کورنۍ غړي يې لاسه ورکړې، بچي او د کورونو سرپرستې هم ور په غاړه ده له هېچا مرسته نه غواړي خو یواځنۍ هیله یې هېواد ته د سولې راتلل دي. هغې وویل: "زما دوه زامن چې اردو کې و، کور ته راغلي و، په کور مو دهاوان ګولۍ ولګيده، دواړه ووژل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوست کې د سولې هوکړې په ویاړ د ازمایښتي کانکور ازموینه اخیستل شوې

خوست کې د سولې وروستۍ هوکړې په ویاړ په ازمایښتي ډول د کانکور ازموینه کې ۱۶۰۰ تنو هلکانو او نجونو برخه اخیستې وه. ​د کانکور تابیا کونکي د دې پروګرام د موخو په اړه وايي، چې له دې لارې به د خوست او هېواد په کچه د سولې غږ ته پراخه انعکاس ورکړي او خلک به د سولې د وروستي تړون له ګټو خبر کړي. د کانکور یاده ازموینه، چې د حکیم تڼیوال په تفریحي پارک کې واخیستل شوه، ګډونوالو نجونو او هلکانو يې پرې خوشالي وښوده. د پروګرام یو تابیا کونکي سلیمان بشرمل مشال راډیو ته وویل، یاده ازموینه د سولې د وروستي هوکړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدا لړۍ بېرته پیل شوه

له پاکستانه پخپله خوښه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدا لړۍ بېرته پیل شوه. دا په داسې حال کې ده، چې دا لړۍ د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ډېسېمبر میاشت کې د ژمنیو رخصتیو له امله ۳ میاشې ځنډېدلې وه. په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ چارواکي وايي، له پاکستانه څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ نن دوشنبه پیل شوه. د دغې ادارې یو تن چارواکي وویل: "د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري پخپله خوښه افغانستان ته له ستنېدونکیو راجسټر افغان کډوالو سره یوه... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *