مسکو او کیف د زندانیانو د تبادلې په درېیم پړاو هوکړه کړې
د اوکراین د ولسمشرۍ په وېبپاڼه کې خپره شوې بیانیه کې راغلي چې یرمارک دا خبرې د روسیې د مرکچي پلاوي له مشر دمیتري کوزاک سره تر کتنې وروسته کړې دي.
هغوی د بلاروس په پلازمېنه مسکو کې سره کتلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په تېره مې میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د دغه هېواد په ختیځ کې د جګړې پای ته رسول، لومړیتوب یاد کړ.
په دې جګړه کې چې نږدې شپږ کالهیې کېږي، څه باندې ۱۴ زره کسان وژل شوي دي.
د روسیې او اوکراین ولسمشرانو په تېره ډسمبر میاشت کې د اوکراین په ختیځ کې په اوربند او د زندانیانو په اضافي تبادلې هوکړه کړې وه.
اوکراین ډسمبر میاشت کې ۱۲۴ زندانیان روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ته وسپارل او دې ډلې هم ۷۶ اوکراینیان په بدل کې اوکرایني چارواکو ته تسلیم کړل.