غني او ټرمپ د سولې په وروستیو تحولاتو خبرې وکړې
دا خبره افغان جمهور رئیس یکشنبه ماښام په خپله ټویټر پاڼه لیکلې ده.
ښاغلي غني لیکلي ولسمشر ټرمپ د پروسې د مخته وړلو په هدف د افغان حکومت په رهبرۍ او دولتي ظرفیت باندې ډاډ څرګند کړ.
دوی دواړو داسې وخت خبرې کړي چې شنبه امریکا او طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې تړون لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې چې افغان او امریکايي چارواکو مشروط بللی ټول بهرني پوځیان په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه وځي او د مارچ په ۱۰مه بینالافغاني مذاکرات پیلېږي.