له سندرغاړو سره اختريز بانډار
د وړوکي اختر په مناسبت د مشال راډيو له ځانګړو خپرونو مو يوه د سيمې له پېزندليو سندرغاړو سره کړې.دوی سره له دې چې کورونا وبا يې کارونه اغېزمن کړي، وکولای شول چې اختر ته نوې سندرې جوړې او خپرې کړي. په خپرونه کې د کرن خان، بختيار خټک، ګوهر جان او همايون صاحبزي خبرې او د دوی نوې سندرې اورېدای شئ.