Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2020

Новости за 25.05.2020

Mashaalradio.com 

کراچۍ کې د کوټې چاینکي هوټلان ځان ته نوم لري

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پښتانه په دومره لوی شمېر کې ژوند کوي چې دې ته د پښتنو تر ټولو لوی ښار ويل کېږي. د ښار په اقتصادي هلوځلو کې پښتانه ډېره لویه ونډه لري. عبدالحي کاکړ په کراچۍ کې د کوټې هوټلونو پراخېدونکې کاروبار، د دوی د مشهورتيا وجو او ستونزو په اړه دا ځانګړۍ رپورټ جوړ کړی دی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱،۱۷۳ ته ورسېد

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۵۹۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ زره او ۱۷۳ تنو ته ورسېد. په هغه پیغام کې چې د افغانستان عامي روغتیا وزارت نن دوشنبه رسنیو ته استولی راغلي چې تېره ورځ ۱،۰۹۵ لابراتوار ټسټونه ترسره شول چې په همدې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو کس له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه مړ شوی دی. له دې ناروغۍ څخه په افغانستان کې ۲۱۹ تنه مړه شوي دي. په داسې حال کې چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ونیز فلم فستیوال به د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې ترسره شي

د ایټالیا سیمه‌ییز چارواکي وایي د ونیز فلم فستیوال به د مهالوېش سره سم د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې په ایټالیا کې د کرونا ویروس شدت په دې وروستیو کې راکم شوی دی. د ایټالیا د وینیتو سیمې والي لوکازایا د مې پر ۲۴مه وویل چې د کرونا ویروس په خاطر په نړۍ کې د فلم پر صنعت د لګېدلو محدیتونو له کبله ښایي په دې فستیوال کې لږ شمېر فلم جوړوونکي ګډون وکړي. ونیز د نړۍ تر ټولو اوږد مهاله فستیوال ګڼل کېږي.

Mashaalradio.com 

له سندرغاړو سره اختريز بانډار

د وړوکي اختر په مناسبت د مشال راډيو له ځانګړو خپرونو مو يوه د سيمې له پېزندليو سندرغاړو سره کړې. دوی سره له دې چې کورونا وبا يې کارونه اغېزمن کړي، وکولای شول چې اختر ته نوې سندرې جوړې او خپرې کړي. په خپرونه کې د کرن خان، بختيار خټک، ګوهر جان او همايون صاحبزي خبرې او د دوی نوې سندرې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: پومپيو وويل چې د طالبانو د اوربند په اوږدولو به فشار راوړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د امریکا بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو ورته ويلي چې د طالبانو د اوربند په اوږدولو به فشار راوړي. ولسمشر غني نن د مې په ۲۵مه، پر ټويټر ليکلي چې پومپيو ده او د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله سره په ټيليفوني خبرو کې وويل چې امريکا به د تشدد کمولو او د بین‌الافغاني خبرو په ترسره کېدو ټينګار وکړي.  د دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له‌خوا د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان ستايلی دی.  د دغه دوه زرو بنديانو د خوشې کېدو لړۍ نن د ۱۰۰ طالبانو په خلاصولو پیل شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال‌اباد کې د تېلو په یو پمپ کې اور لګېدو ۲ تنه وژلي او ۸ ټپیان دي

د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د شیشم باغ په سیمه کې نن له غرمې وړاندې د تېلو په یوه پمپ سټېشن کې اور لګېدنې دوه تنه ووژل او اته نور ټپیان کړل. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل د پېښې له ځایه د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته ۱۰ ټپیان وروړل شوي وو چې په خبره یې دوو تنو یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. ښاغلی خوګیاڼی وایي چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو په خبره‌یې چې وضعیت‌یې د اندېښنې وړ دی. خوګیاڼی زیاتوي چې پېښه په یوه موټر کې د ګازو د اچولو پر مهال رامنځته شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت: خلک د اختر په ورځو کې هم بشپړ قرنطین نه‌مراعتوي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اختر په ورځو کې يې قرنطین مراعات کړی او خپلو خپلوانو او دوستانو ته‌یې د ټیلیفون او ټولنیزو رسنیو له لارې اختر مبارکي ویلې. خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، خلک لا هم په دې برخه کې مرسته نه‌کوي او قرنطین‌يې به بشپړ ډول نه‌دی مراعت کړی. د دغه وزارت ویاند طارق ارین په دې برخه کې خلک پړ ګني او وايي: "دا یوازې د پولیسو دنده نه‌ده دا د ټولو مسؤلیت دی ځکه لا هم کرونا ویروس له‌منځه نه‌دی تللی، نو ځکه خو د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د خلکو مرسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اختر او کرونا، افغان-جاپان روغتون کې څه تېرېږي؟

په دغه روغتون کې لسګونه ناروغان بستر دي او یو شمېر یې په سختۍ ساه اخلي. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا چې تازه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ښه شوی، دغه روغتون ته تللی، یاد راپور یې چمتو کړی چې رحمت‌الله افغان پښتو ته ژباړلی.

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان سږ کال کوچنی اختر څه ډول نمانځي؟

د کابل ښار دوه بېلابېلو کورنیو ته ورغلي یو چې یوه‌یې اختر نمانځي، خو بله‌یې بیا له ټولنیزو رسنیو په استفادې غواړي خلکو ته د اختر مبارکۍ ورکړي. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد پرې دا راپور جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

مونته‌نګرو کې څه باندې ۲ میاشتو کې د کرونا هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې

د مونته‌نګرو د عامې روغتیا انسټټیوټ اعلان وکړ چې په څه باندې دوو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې. دغې ادارې پرون یکشنبه په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په اوس وخت کې په مونته‌نګرو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ هېڅ یوه فعاله پېښه نه‌شته. له څه باندې دوو میاشتو وروسته چې په دې هېواد کې د لومړي ځل لپاره د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې وه، نور دا هېواد د 'کووېډ-۱۹' په ناروغۍ اخته کس نه‌لري. د مونته‌نګرو حکومت تر اوسه رسماً نه‌ده اعلان کړې چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدل ختم شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۵ ایراني تېل وړونکو کښتیو لومړنۍ کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده

د هغو پنځو ایراني تېل وړونکو کښتیو چې ونزوئلا ته تېل لېږدوي، لومړنۍ کښتۍ یې د ونزوئلا نږدې بندر ته چې د دې هېواد د تېلو دولتي شرکت‌یې چارې سمبالوي، ورسېده. دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ چې واشنګټن پرې بندیزونه لګولي، کړکېچ روان دی. د هغې ادارې د معلوماتو له مخې چې د کښتیو لارې څاري، د ایران د تېلو دغه لومړنۍ کښتۍ پرون د ونزوئلا اوبو ته داخله شوې ده. دغه کښتۍ د ونزوئلا د پلازمېنې کاراکاس د لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې د ایل پالیتو بندر ته نږدې لیدل شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسعود اندرابي: د طالبانو هر عمل ته عکس‌العمل ښیو

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي وايي که وسله‌وال مخالفین سوله غواړي افغان امنیتي ارګانونه‌یې چمتووالی لري او که د جنګ لار مخته وړي دوی یې هم په وړاندې درېږي. هغه دا خبرې پرون په لوګر کې د ځانګړو پولیسو د قطعې له سرتېرو سره په لیدنه کې وکړې. هغه زیاته کړه: "که دوی سوله غواړي نو موږ یې مراعات کوو او که د افغانستان د خلکو دښمنان جنګ کوي، نو موږ یې مقابله کوو او کلک ځواب ورکوو. لکه څنګه مو چې په تېرو ۱۸ کلونو په تېره بیا به په همدې وروستۍ روژه کې چې دوی خپلې حملې ډېرې کړې وې ځواب ورکړ او موږ کلکه مرګ‌ژوبله ورته واړوله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د فوټبال غوره لیګ کې لاپیژیک مېنز ته ۵-۰ ماته ورکړه

د جرمني د فوټبال غوره لیګ یا بوندسلیګا کې لاپیژیک داسې وخت کوربه مېنز ته پنځه پر صفر ماته ورکړه چې نه‌یې مینه‌وال په سټډیوم کې ول او نه‌یې هم مخالفین. لاپيژیک او مېنز سرسخته سیال ټیمونه دي چې مینه‌وال یې تل له یو بل سره لاس او ګرېوان وي او شور ماشور جوړوي. لایپژيک ټيم مخکې هم مېنز ته اته پر صفر ماته ورکړې وه چې تر دې دمه د بوندسلیګا تر ټولو لویه بریا ده. کرونا ویروس مینه‌وال اړ کړي چې په کورونو کېني ځکه د فوټبال د سټډیومونو دروازې یوازې فوټبالرانو ته خلاصې دي او هغوی هم په خالي سټډیومونو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي وزیرستان کې ۲ وسله‌والو بریدګرو ۳ کسان وژلي

د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې دوه وسله‌والو بریدګرو د دوو دولتي چارواکو په شمول درې کسان وژلي دي. د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه‌اخیستلو په شرط بېګا ازادي راډیو ته ویلي چې پېښه یکشنبه غرمه مهال شوې او په‌کې د اسلام‌اباد د کور جوړونې د بنسټ مشر زبیدالله داوړ او د خېبر پښتونخوا د روغتیا ادارې افسر ملکت نعمت‌الله ځای پر ځای وژل شوي. درېیم کس فرمان نومېده چې روغتون ته په لار یې ساه ورکړې ده. د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ په خپل ټویټر دا پېښه په کلکه غندلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لوګر کې وسله‌والو طالبانو یو شمېر خلک وهلي او ټپیان کړي

د لوګر ولایت په سرخاب کې پرون وسله‌والو طالبانو یو زیات شمېر ولسي خلک وهلي چې له ډلې یې اووه کسان سخت ټپيان شوي. سرخاب د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني پلارنی ټاټوبی دی چې ډېره برخه‌یې د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې ده. د سرخاب د کلي ځینو اوسېدونکو چې نه‌غواړي نومونه‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل د دوی کلیوال د درې په نوم د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ته ورغلي و څو له طالبانو وغواړي چې د دوی ملا امام ورخوشې کړي، خو هغوی یې ووهل او ټپیان‌یې کړل. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تخار کې د ۲ قوماندانانو ټوپکوالو نښته کې ۱۰ تنه کسان وژل شوي

د تخار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې یکشنبه په کلفګان ولسوالۍ کې د دوو غیر مسؤله قوماندانانو ټوپکوالو نښته کړې او د یو بل لس کسان‌یې سره وژلي دي. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د شیر علي او مهدي په نوم دوو غیر مسؤله وسله‌والو قوماندانانو سره نښته کړې. په ډزو کې د دواړو خواو ۱۰ کسان وژل شوي چې قوماندان مهدي هم په‌کې شامل دی. پنځه نور کسان ټپیان دي." ښاغلي هجري وویل چې پولیسو ځانونه د پېښې ځای ته ورسول او نښته‌یې غلې کړه او هڅه کوي چې مجرمین ونیسي. د دې پېښې اصلي... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *