پکتیا کې چاودنې ۲ سرحدي پولیس وژلي او ۲ ټپیان دي
په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چاودنه پرون ماسپښين په مقبلو دره کې د پولیسو په هاموې موټر وشوه.
د پکتیا د والي ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه، خو د نورو جزئیاتو په اړهیې څه ونهویل.
تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.