Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2020

Новости за 07.06.2020

Pa.azadiradio.com 

اوپېک او متحده هېوادونو د تېلو تولید د کمولو پر تمدید موافقه وکړه

د تېلو صادروونکو سازمان یا اوپېک او متحده هېوادونو پرون د یوې بلې میاشتې لپاره هم د تېلو د تولید د بې‌ساري کمولو پر تمدید موافقه وکړه. دوی د بازارونو د ثبات په تمه چې د کرونا ویروس له کبله سخت ځپل شوي دا موافقه وکړه. اوپېک سازمان چې ۱۳ هېوادونه‌یې غړي دي، سعودي عربستان او د تېلو نور تولیدوونکي هېوادونه‌یې مشري کوي، د تېلو په تولید کې د ۹،۶ میلیونه بېرله کمولو موافقه د جولای میاشتې لپاره تمدید کړه. دغه سازمان د مخکېنۍ موافقې له مخې له مې میاشتې د جون تر پایه د تېلو په تولید کې په ورځ کې د ۹،۷... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'ایران کې د وروستۍ پېښې عاملان به عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي'

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د ایران د یزد ولایت چارواکو منلې چې د افغان پناه غوښتونکو د وژنې او ټپي کولو عاملان به عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کوي. دغه وزارت ویلي چې تېره چهارشنبه د ایران پولیسو پر هغه موټر ډزې کړي چې افغان وګړي په‌کې روان وو. تر ډزو وروسته دغه موټر اور اخیستی او بیا د سړک غاړې له کټارې سره لګېدلی دی. په دې پېښه کې ۳ افغانان وژل شوي او ځیني نور ټپیان شوي دي. وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران لپاره د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال پرون او وړمه ورځ د یزد له چارواکو سره کتلي او د پېښې بشپړه پلټنه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن به نړۍ کې په 'کووېډ-‍۱۹' د اخته کسانو شمېر له ۷ میلیونو واوړي

نن ښايي په نړۍ کې په کرونا ویروس یا 'کووېډ-‍۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷ میلیونه او د مړو شمېر تر څلورو لکو واوړي. دا په داسې حال کې ده چې په لاتینه امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي او د نړۍ په ګڼ نفوسو هېوادونو هندوستان او اندونیزیا کې هم تازه پېښې زیاتې شوې دي. بل‌خوا په ختیځه اسیا او اروپا کې په دې ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو پېښې په کمېدو دي. په اروپا کې ګڼ هېوادونه چې په دې ویروس سخت ځپل شوي وو اوس د خپلو اقتصادونو د ودې لپاره د کار و بارونو او سرحدونو د بیا پرانیستلو تکل لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان صدراعظم: د کرونا ۲۰۰ ناروغانو ته روغتون کې ځای نه‌شته

د ارمنستان صدراعظم وایي، دغه هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ۲۰۰ ناروغان روغتون کې بسترېدو ته اړتیا لري، خو روغتونونو کې ځای نه‌شته. نیکول پاشینیان وویل، د ارمنستان د روغتیایي ساتنې سیستم دا مهال د کرونا له کبله تر سخت فشار لاندې دی. نوموړي پرون وویل، د 'کووېډ-۱۹' یو ناروغ چې بسترکېدو ته په تمه و، په خپل کور کې یې ساه ورکړه. تر اوسه د جنوبي قفقاز په دغه هېواد کې د کرونا څه باندې ۱۲ زره مثبتې پېښې رامنځته شوي او له دې ډلې ۱۹۰ تنه مړه شوي دي. خو نیوکه کوونکي وایي، ارمنستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر هغه څه زیات دی چې رسمي اعلان‌یې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

سلګونه کسانو په مسکو کې د کتاب په نندارتون کې ګډون وکړ

سلګونه کسانو پرون د مسکو په سره میدان کې د کتاب په یوه نندارتون کې ګډون وکړ. ځینو انتشاراتو د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې په دغه نندارتون کې ګډون ونه‌کړ. دغه نندارتون داسې مهال ترسره شو چې په مسکو ښار کې لا هم د خلکو په غونډېدو بندیز په خپل ځای دی. د روسیې چارواکو بیا د محدودیتونو په نظر کې نیولو سره دې کلني نندارتون ته اجازه ورکړې وه. په مسکو کې د کرونا ویروس له کبله په غونډو ګرځ‌بندیز لګېدلی او تمه ده چې دا محدودیت د جون تر ۱۴مې دوام وکړي. د ورځې شپږو زرو کسانو ته هغه هم په پنځو شفتونو کې اجازه ورکول شوې چې نندارتون ته ولاړ شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مصر ولسمشر د لیبیا لپاره د سولې نوښت اعلان کړ

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د لیبیا لپاره د سولې نوښت اعلان کړ. عبدالفتاح السیسي پرون شنبه د مصر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغې تګلارې په اړه وویل: "غواړم ووایم چې دغه نوښت د جون د اتمې له سهار شپږو بجو د اوربند د پیل او ټولو هڅو او نړیوالو او د ملګرو ملتونو اقداماتو ته د درناوي په اړه دی، ټول بهرني جنګیالي باید له لیبیا ووځي، ټولې ملیشې باید منحل او بې‌وسلې شي." لیبیا د پخواني ولسمشر معمر قذافي د نظام له سقوط او د هغه له وژلو وروسته په کورني بحران او جګړو کې ښکېله ده. د لیبیا حکومت چې په طرابلس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان افغان صادراتو ته د تورخم او سپین بولدک بندرونه نه‌دي خلاص کړي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، پاکستان له ژمنې سره سره تر اوسه د تورخم او سپین بولدک بندرونه د دوی د صادراتو په مخ نه‌دي خلاص کړي. د دغه وزارت د عامه اړیکو مشر جواد دبیر وایي، دغه دروازې داسې مهال بندې دي چې افغانستان کې تازه مېوې او نور کرنیز توکي د حاصلاتو په حال کې دي. ښاغلي دبیر ازادي راډیو ته وویل، پرون دوی د تازه مېوې له سوداګرو سره ګډه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د بندرونو خلاصون ته له ډيپلوماتیکو لارو هڅه وشي. ده زیاته کړه: "په تأسف سره چې د افغانستان د کرنیزو حاصلاتو په ځانګړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې چاودنې ۲ سرحدي پولیس وژلي او ۲ ټپیان دي

د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه سرحدي پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چاودنه پرون ماسپښين په مقبلو دره کې د پولیسو په هاموې موټر وشوه. د پکتیا د والي ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه، خو د نورو جزئیاتو په اړه‌یې څه ونه‌ویل. تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

د کابل ګلدرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو جګړې ۳ پولیس وژلي

د کابل شمال ته په ګلدرې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې درې پولیس وژل شوي دي. د ګلدرې ولسوالۍ د جنایي پېښو په وړاندې د مبارزې مسؤل عبدالرحیم رحیمي ازادي راډیو ته وویل، جګړه پرون هغه مهال ونښته چې طالبانو دغې ولسوالۍ کې پر پولیسو ډزې پیل کړې. ښاغلی رحیمي وایي، سیمې ته د تازه دمه سرتېرو په ور رسېدو طالبانو پښې سپکې کړي. هغه زیاته کړه: "موږ پر طالبانو بریدونه پیل کړل، زموږ له بریدونو سره دوی په شا شول، موږ مرکز سره تماس ونیوه، نیم ساعت وروسته له میر بچه کوټ ولسوالۍ نه... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *