د بغلان امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ومړ
د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی اندرابي تېره شپه ناوخته وفات شو.
هغه زیاته کړه: "کله چې په چشمهی شېر سیمه کې ټپي شو له هغه ځایه مو کابل ته ولېږداوه او هلته په روغتون کې وفات شو."
سمونوال محمد ورا اندرابي تقریباً دوه میاشتې مخکې د بغلان د امنیت امر ټاکل شوی و.