'د ارزګان په ۱۰۰ کې ۹۰ ماشومان او حامله ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي'
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق وايي، د ارزګان په سلو کې ۹۰ ماشومان او حامله ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي. د ترینکوټ ښار د حرم شاه سیمې په روغتیايي مرکز کې د خوارځواکۍ سره مخ ماشومان او میندې راټولې شوي. دا سیمه له اوږدې مودې راهیسې د جګړې پر لومړۍ کرښه پرته ده او ځکه خو پهکې د خوراکي موادو کمښت او د خوارځواکۍ ستونزه کومه نوې مسئله نهګڼل کېږي. یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي اداره دلته د خوارځواکۍ د لهمنځه وړلو لپاره هغو کسانو ته مواد وېشي چې د کافي خوړو نشتوالي تر خوارځواکۍ رسولي. Читать дальше...