Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

'د ارزګان په ۱۰۰ کې ۹۰ ماشومان او حامله ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي'

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق وايي، د ارزګان په سلو کې ۹۰ ماشومان او حامله ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي.


د ترینکوټ ښار د حرم شاه سیمې په روغتیايي مرکز کې د خوارځواکۍ سره مخ ماشومان او میندې راټولې شوي. دا سیمه له اوږدې مودې راهیسې د جګړې پر لومړۍ کرښه پرته ده او ځکه خو په‌کې د خوراکي موادو کمښت او د خوارځواکۍ ستونزه کومه نوې مسئله نه‌ګڼل کېږي.


یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي اداره دلته د خوارځواکۍ د له‌منځه وړلو لپاره هغو کسانو ته مواد وېشي چې د کافي خوړو نشتوالي تر خوارځواکۍ رسولي.


د افغان سرتېرو او سله‌والو طالبانو ترمنځ په صفري نقطه کې پروت دې روغتیايي مرکز ته د سر په سودا راغلې دا خوارځواکې مېرمني وايي، دلته چې کوم خوراکي مواد ورکول کېږي، د ګڼو ماشومانو او میندو ژوند یې ژغورلی دی.




د پنځو ماشومانو مور ۳۷ کلنه ګران یو له هغه مېرمنو څخه ده چې دوه کال کېږي د جګړو له امله له خپلې سېمې بې‌ځايه شوې. هغې په خوارځواکۍ اخته خپل دوه کلن زوی تر څلور ساعته پلي مزل وروسته تر دې روغتیايي مرکز رارسولی دی.


دا وايي: "دغه یو میاشت کېږي چې ماشوم مې دې روغتون ته د دغه موادو لپاره راولم، ځکه ماشوم مې ډېر ډنګر و، پر لاره نه‌شو تلی او سړی ورڅخه وېرېده، ډېر ډنګر شوی و او هېڅ امېد مې ورته نه‌و پاتې، خو کله چې مې دې روغتون ته راوست، ډاکترانو راته دا مواد راکړل او یوه میاشت کېږي چې ورکوم‌يې اوس مې ماشوم ښه صحتمند دی."


۲۵ کلنه ریحانه بیا چې ماشوم‌يې په نس دی او له خوارځواکۍ سره مخ ده وايي: "موږ زیات غریبان یو او په کور کې د ښې غذا د برابرولو توان نه‌لرو او نه مې هم خاوند لري، ماشوم مې په نس دی، زیات وخت به مې سر ګرځېده او بې‌هوښه به شوم، خو کله چې دلته روغتون ته راغلم او دغه وړه‌يې راکړل اوس څو میاشتې کېږي چې پخوم او خورم يې اوس ډېره ښه شوې یم او څه اندازه چاغه شوې هم یم."


سید ولي اغا د دې روغتیايي مرکز د خوراکي موادو د برخې مسؤل دی. هغه وايي، د جګړې د لومړۍ کرښې د خطرونو سربېره دې روغتیايي مرکز ته هره ورځ د ریحانې او ګرانې په څېر څه کم ۱۰۰ ناروغان ورځي چې زیات‌یې ماشومان دي.




هغه وايي: "موږ ته چې دغه ناروغان راځي موږ يې اندازه کوو او د خوارځواکۍ ناروغان درې حالات لري، یو نورمال، یو شدید او یو متوسط چې متوسط او شدید سوء تغذیه ته غذايي مواد ورکوو او نورمال ته بیا ځانګړي اوړه ورکوو. دوی دغه اوړه د حلوا په څېر پخوي او وروسته‌يې خوري."


په ارزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مالي صندوق چارواکي وايي، دغلته شااوخوا په سلو کې ۹۰ ماشومان او حامله مېرمنې یا خوارځواکې دي او یا د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.


په ارزګان ولایت د یونېسف مشر سیف‌الدین بارک ازادي راډيو ته وویل دوی دا مواد په دې ولایت کې د ۵۷ روغتیايي مرکزونو له لارې پر خوارځواکو ماشومانو او میندو باندې وېشي.


بارک وايي، د دوی د معلوماتو او سروې پر اساس د دغه ولایت د هر یو کور ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي چې د خوارځواکۍ لوی سبب جګړې دي چې کورنۍ یې له خپلو اصلي سیمو بې‌ځایه کړي او په کډوالۍ کې له بې‌وزلۍ او غربت سره لاس او ګرېوان دي.




یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق چې څه موده وړاندې یې په ارزګان کې یو دفتر پرانیستی وايي، دې ولایت کې ماشومان یوازې د خوارځواکۍ سره نه‌دي مخ، بلکې د پولیو او نورو ناروغیو له واکسین هم بې‌برخې دي او د ډېرو پر مخ ښوونځي هم تړلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *