Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغان ښځو حقونو ته اندېښنې د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې وڅېړل شوې

په قطر کې د سولې خبرو په ترڅ کې د افغان ښځو حقونو ته د اندېښنو مسئله د امریکا د سولې انسټټیوټ کې وڅېړل شوه.


په دې کنفرانس کې چې یو شمېر ښځینه افغان فعالانو د انټرنټ له لارې په‌کې برخه اخیستې وه پر دې خبرې وشوې چې امریکا او نړیواله ټولنه د اوس لپاره او تر سولې وروسته څرنګه کولای شي چې د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ وکړي.


د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د برخې مسؤل سکاټ ورډن د دې غونډې د پرانیستو پر مهال وویل چې افغانستان په حساسه مرحله کې دی.


ښاغلي ورډن زیاته کړه چې اوس ښځې وزیرانې دي، والیانې دي او ښاروالانې شوې دي، د پارلمان او ولایتي شوراګانو ۲۵ فیصده دوی دي، ښځې تجارت کوي او په امنیتي سکټور کې شاملې شوې دي. د ورډن په وینا دا ټول هغه حقوق دي چې خلک وایي، د یوې تلپاتې سولې په چوکاټ کې باید خوندي شي.




په دې غونډه کې چې پرون د وېډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه د امریکا د پراختیایي ادارې مسؤلې جیني مکګي وویل، د ښځو انزوا د نارامۍ سبب کېږي.


نوموړې زیاته کړه: "له ټول‌شموله پرمختګ پرته، د تلپاتي پرمختګ په نوم څه نه‌شته. په افغانستان او د نړۍ په هر بل ځای کې د ښځو او نجونو منزوي کول د دوامداره پرمختګ پر ځای چې افغانستان ورته اړتیا لري، ناارامي رامنځته کوي او په میراث‌یې پرېږدي."


اغلې مکګي دا خبره هم وکړه چې یو ښکاره توپیر دا دی چې د افغانستان په پارلمان کې په ۲۰۱۸ کال کې د ښځو فیصدي ۲۷ ته رسېږي.


د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ ټینګار وکړ چې د دولت په بېلابېلو برخو کې د ښځو ونډه د پام وړ ده او باید داسې لاسته راړونې حفظ شي.


ښاغلې حسینې ساپۍ زیاته کړه: "نن چې موږ د سولې په اړه خبرې کوو، زه فکر کوم چې موږ په یوه حساس پړاو کې یوو او موږ باید د خلکو او د افغانستان د حکومت په استازیتوب ټولې هغه لاسته راوړنې چې لرو خوندي کړو."


حسینې ساپۍ بیا وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د دولت په پلاوي کې څلور تکړه مېرمنې شته او دوی چې کومه تجربه لري کولای شي چې د ښځو ښه استازیتوب وکړي.


مېرمن ساپۍ وویل چې د سولې خبرو ته باید حوصله وکړو.


په دې غونډه کې له طالبانو سره د دولت د پلاوي غړې او د بامیان پخوانۍ والي حبیبه سرابي هم برخه اخیستې وه. له دې دا پوښتنه وشوه چې طالبان دې ته چمتو شوي چې د ښځو اندېښنو ته غوږ ونیسي او د ښځو د موضوعاتو په اړه‌یې انعطاف ښکاره کړی دی که نه‌دی؟




اغلې سرابي په ځواب کې وویل: "موږ تر اوسه په هغه اجنډا کې نه‌یو داخل شوي چې د ښځو د حقونو په باره کې خبرې وکړو، د ښځو حقوق او موضوعات باید په اجنډا کې شامل وي دا له طرزالعمل سره ارتباط نه‌لري، موږ تر اوسه د خبرو طرزالعمل نه‌دی نهایي کړی."


طالبانو د خپلې واکمنۍ په وخت نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې وې، د کار اجازه‌یې نه‌ورکوله، خو اوس وایي چې دوی د ښځو حقوق د اسلام په چوکاټ کې له افغاني کلتور سره سم مني.


اغلې سرابي زیاته کړه: "له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا د لومړي ځل لپاره د افغانستان حکومت او یو شمېر نورو مشرانو مخامخ خبرې له طالبانو سره په دوحه کې ادامه لري. یوه اصلي او د اندېښنې وړ مسئله چې د دې مذاکراتو په اړه مطرح شوې ده دا ده چې هغه حقوق او ازادۍ چې ښځو د طالبانو له رژیم وروسته ترلاسه کړې دي، څرنګه شي.؟"

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *