Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بلومبرګ: طالبان دې د داعش د محوه کولو لپاره په هلو ځلو کې برخه واخلي

بلومبرګ


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې له طالبانو غواړي چې د هېواد په وسله‌والو ځواکونو کې مدغم شي او د داعش یا اسلامي دولت د محوه کولو لپاره په هلو ځلو کې برخه واخلي.


د بلومبرګ خپرونې پر اساس، په هغه صورت کې چې د قطر د سولې خبرې پرمختګ وکړي، د ولسمشر غني دا څرګندونې د افغانستان د دفاع او امنیت لپاره د دغه هېواد د حکومت لومړنی ښکاره لیدلوری ښيي.


ښاغلي غني د دوحې د شخړو او بشري مطالعاتو څېړنیز مرکز ته وویل، له طالبانو سره د دې لپاره د سولې غوښتونکی دی چې که دوی په افغان ټولنه کې جذب او مدغم شي، د افغانستان حکومت به په دې وتوانېږي چې د اسلامي دولت او القاعده لا لویې شبکې وځپي.


خو دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو له خبرو نږدې یوه میاشت تېرېږي مګر لاهم دواړه خواوې نه‌دي بریالۍ شوي چې د رسمي خبرو لپاره اجنډا او کړنلار جوړه کړي.


بلومبرګ خپرونې د داعش پر ضد د طالبانو د همکارۍ په اړه د ولسمشر غني څرګندونې له دې کبله مهمې ګڼلي چې ځیني کتونکي باور لري چې د امریکا او طالبانو د موافقې په نتیجه کې داعش ته لار پرانیستل کېږي چې ځان ته نور جګړه‌مار پیدا کړي.


د دغو کتونکو په منځ کې یو هم د واشنګټن د نړیوالې پالېسۍ د مرکز د جنوبي اسیا شنونکی کامران بخاري دی. دی باور لري چې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې موافقې د داعش لپاره ښه فرصت برابر کړی چې وسله‌وال جلب او جذب کړي.


ډېر نور هم فکر کوي چې د طالبانو هغه عناصر چې د سولې او یا له امریکا سره د موافقې مخالف دي، ښايي داعش ته واوړي.



ډیپلومات


خو له دې سره سره ډیپلومات مجله وايي چې افغانستان له څو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د سولې فرصت موندلی دی.


د ډیپلومات د لیکنې د لیکوال جان ایلي یف په باور له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره د امریکا موافقه او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د افغانستان د اوږدې او ترخې شخړې د پای ته رسېدو زمینه برابره کړې ده.


د ډیپلومات لیکوال وايي، که خبرې اترې بریالۍ شي، د ښې راتلونکې لپاره به د افغانانو هیلې په حقیقت بدلې شي.


لیکوال باور لري چې که په افغانستان کې سوله راشي د دغه هېواد د خلکو وضعیت به ډېر بدل او ښه شي، لا ډېرو ماشومانو ته به د زده‌کړو چانس پیدا شي، لارې به پرانیستل شي، پانګونې به ډېرې شي او خلکو ته به د کار او روزګار امکانات ډېر شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *