د اوکراین ولسمشر: نړۍ دې کریمیا نه هېروي
ولادیمیر زلینسکي نن د خپل هېواد پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل: "تر هغو چې کریمیا اشغال وي له اوکراینیانو او د کریمیا له تاتارانو سره به په منظم ډول زیاتی کېږي، نړۍ باید کریمیا هېره نه کړي."
کریمیا ټاپوزمه چې د اوکراین خاوره ده په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.