اتحاد لوبډله د کابل فوټسال د غوره لیګ اتله شوه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې له کابل او ولایتونو څخه ١٠ لوبډلو ګډون کړی وو او ١١ ورځې دوام وکړ.
ښاغلی مشعوف وايي، د نن ورځې په فاینل لوبه کې اتحاد لوبډلې ٥ د ٣ په وړاندې صداقت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
ویل کېږي، چې د هرات اتحاد لوبډلې د اتلولۍ په ګټلو سره په اسیایی سیالیو د ګډون جواز هم ترلاسه کړ.
ټاکل شوې چې د فوټسال اسیایې سیالۍ راتلونکي میلادي کال ترسره شي.