د کابل امنیه قومانداني: ښار کې چاودنې دوه پولیس وژلي
د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته وویل، دا پېښه هغه وخت وشوه چې د پولیسو پر رنجر موټر د ماین چاودنه وشوه.
د ده په وینا د شهید له څلور لارې سره په دې چاودنه کې یو ملکي ټپي شوی هم دی.
په کابل کې په وروستیو کې چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي دي چې په دې لړ کې د چهارشنبې په ورځ په دې ښار کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرایي رئیس یوسف رشید ووژل شو.