Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان ته د شوروي میراث څه دی؟

‎نن د مرغومي یا جدي شپږمه ده.


یو څلوېښت کاله پر افغانستان د پخوانۍ شوروي له یرغل اوړي.


‎که څه هم د شوروي ځواکونو په افغانستان کې له نهه کلونو وروسته ماتې وخوړه خو پر افغانستان یې د جګړو اغیز لا هم دردوونکی او مرګوني دی.


‎خو افغانستان ته د شوروي میراث څه دی؟


‎د یوشپېته کلن نادر غږ، هغه کډوال چې د ویجاړوونکو جګړو له امله یې د میلیونونو نورو افغانانو په شان خپل هېواد ترک او بل هېواد ته کډوال شو.


دی وایي، د شوري حمله په افغانستان ناڅاپي وه، دا د دې لامل شول چې خلک د خپل ژوند د ژغورولو لپارخ د کډوالۍ لاره غوره کړي.


‎نادر ۲۴ کلن و، چې خپل هېواد یې پرېښود او اوس له خپلې مېرمنې او درې ماشومانو سره په اسټرالیا کې اوسېږي، وایي د هغه مهال نه ترخې خاطرې لري.


هغه زیاتوي: "زه خپله د ښاغلي کارمل په وخت کې په علي اباد روغتون کې زېږېدلی یم، زه یې زنداني کړم، څلور میاشتې د پلچرخي زندان کې وم، وروسته چې له زندانه ووتم، له افغانستان نه وتښتېدم او لاړم پېښور ته."


د پخواني شورو اتحاد ځواکونو د ۱۳۵۸ کال د جدي په ۶ پر افغانستان یرغل وکړ.

‎دغه ځواکونه د افغانستان د پخواني جمهور رییس حفیظ الله امین د قتل او د دغه هېواد د بل جمهور رییس ببرک کارمل کرسۍ کېناستو پر مهال راننوتل.




‎پر افغانستان د پخوانۍ شوروي له یرغل وروسته د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو پاڅون پیل شو.


‎اسماعیل خان چې هغه مهال له پخواني شوروي ځواکونو سره په جګړه بوخت و، هغه مهال د هيواد تیاره دوره بولي او په خبره یې، افغانستان ته د شوروي میراث جګړې، وژنې، ک‌‌‌‌‌‌ډوالي او بدمرغۍ وې.




هغه وویل: "د دغې جګړې زیانونه او مصیبتونه موږ ولیدل، خو نړۍ په رښتیا موږ وژغورله، نړۍ ته مو د ازادۍ درس ورکړ، خو له بده مرغه نن مو هم په هېواد کې جګړه روانه ده، په ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ کې څه په مالي لحاظ ، څه ټپي کېدو، څه معلول او شهیدان او داسې نور زیانونه مو ولیدل."


د دغه جهادي قوماندان په خبره‌، افغانستان لا هم د هغه مهال ترخې خاطرې تجربه کوي.


‎د افغانستان د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو چارو وزارت وایي، چې هغه مهال شاوخوا ۵ مېلیونه افغانان نورو هېوادونو ته ک‌‌‌‌‌‌ډوال شول، او شاوخوا ۲ مېلیونه نور په هېواد دننه بې ځایه شول.


‎د دغه وزارت سلاکار عبدالباسط انصاري په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "پر افغانستاند د پخوانۍ شوروي د یرغل له امله مو هغه مهال پنځه مېلیونه ک‌‌‌‌‌‌ډوال لرل، چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې په ایران او پاکستان کې وه."


‎خو د پوځي چارو پوه عتیق الله امرخېل وایي، شوروي د افغانستان ځواکونه په نویو او م‌‌‌‌‌‌ډرنه وسلو تجهیز کړل.




هغه زیاتوي: "۶۸۰طیارې مو درلودې یعنې م‌‌‌‌‌‌ډرنه هوایي قوا، موږ اوه زره توپچي درلودل، درې ټانګونه‌، همدا ‌‌‌‌‌‌ډول بشپړه هوایي دافع مو لرله، خو دا ټول له منځه ولاړل، او هېڅ هم نه دې ترې پاتې، که موږ نن د هغه مهال اردږو له اوسنۍ اردو سره پرتله کړو ، هېڅ د پرتلې وړ نه ده."


‎د افغانستان مسلح ځواکونه له خپلو ټولو تجهیزاتو سره په کورنیو جګړو کې له منځه لاړل.

‎د پخوانۍ شوروي هڅه دا وه چې له اقتصادي اړخه هم په افغانستان کې کوم میراث پرېنږدي.


‎اقتصادي کارپوه شعیب رحیم په افغانستان کې د پخوانۍ شوروي میراث داسې انګېري: او وايي: "په کابل کې د مکرویانو پروژه، د سالنګ تونل‌، د غزني سرده بند، د ازبکستان او افغانستان د دوستۍ پل چې دغه دوه هېوادونه یې نښلول او د کابل پلي تخنیک پوهنتون."


‎په افغانستان کې د پخوانۍ شوروي سیاسي میراث بیا ویجاړوونکی وه، داوود مایار وایي، د شوروي په لاس د افغانستان اشغال، د دغه هېواد  خپلواکي او ثبات یې له منځه یووړ.


هغه زیاتوي: "کوم نظام او حکومت چې وه، هغه له منځه ولاړل، چې اوس یې موږ پایله ګورو، تر دا نننه افغانستان په حال رانغی، افغانستان د ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو او نړیوالو هېوادونو د نیابتي جګړو په میدان بد ل شو،  که موږ دغه یرغل نه تجربه کاوه، او همدا ‌‌‌‌‌‌ډول پر مخ تلو، افغانستان به نن په سیمه او نړۍ کې د یو نظام څښتن وه."


‎که څه هم پر افغانستان د پخوان شوروي د یرغل نه ۴۱کلونه تېرېږي، خو لا یې هم داغونه پر ځای پاتې دي.


‎‌‌‌‌‌‌ډېری خلک په افغانستان کې اوسنۍ جګړې د پخوانۍ شوروي د یرغل پایله ګڼي.


‎له افغانستان نه د شوروي ځواکونو له وتلو دوه دېرش کاله وروسته لا هم د جګړو د پای ته رسېدو کومه واضح حل لار نه ده موندل شوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *