طالبان: ګاونډي هېوادونه دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نهورکوي
طالبانو دا غوښتنه وروسته له دې کړې چې په ځینو خبرونو کې ادعا وشوه چې پاکستان موافقه کړې چې په خپله خاوره کې امریکايي پوځیانو ته اډه ورکوي.
طالبانو بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي ویلي چې که ګاونډي هېوادونه امریکا ته اډه ورکړي، نو تاریخي تېروتنه بهیې کړې وي.
په وروستیو ورځو کې د امریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ تماسونه ډېر شوي دي.