Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2021

Новости за 26.05.2021

Mashaalradio.com 

په هند کې له کووېډ-۱۹ د مړو شویو شمېر تر درې لکه واوښت

په هند کې د مې پر ۲۴مه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو شمېر له ۳۰۰،۰۰۰ لوړ شو. په هغه هېواد کې هره ورځ د کورونا وایرس څه باندې ۲۰۰،۰۰۰ تازه پېښې ثبتېږي. په عین وخت کې ډاکترانو پر ولس غږ کړی چې د ودانیو دننه دې له غونډېدو ډډه وکړي. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ له سره پیل شوه

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، راستنو شویو افغان کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ له سره پیل کړه. دغه وزارت وایي، تر اوسه د ۷،۰۰۰ کسانو نوم‌لیکنه او بایومټریک بشپړ شوی چې له دې شمېر ۱،۷۰۰ کسان مستحق ګڼل شوي دي. د دغه وزارت د چارواکو په خبره د استوګنې د ځایونو د کموالي له امله په لومړي پړاو کې ۱۰۰۰ کسانو ته د پچې اچونې له لارې په کابل ولایت کې ځمکې ورکول کېږي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمن اخلاقي د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» په دې مناست په جوړو شویو مراسمو کې وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ابیرتور فیشر کمپنۍ ۳۹۰ ملیونه افغاني بانکنوټونه چاپوي

ټاکل شوې ده چې د فرانسې ابیرتور فیشر کمپنۍ د افغانستان بانک لپاره ۳۹۰ ملیون افغانیو بانکنوټونه چاپ کړي. د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې له فرانسوي شرکت سره د افغاني بانکنوټونو د چاپ قرارداد منظور کړ. د ملي تدارکاتو ادارې ویاند احمد رامین ایاز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا افغانۍ به چې څه باندې ۱۵ ملیونه امریکايي ډالر پرې لګښت راځي، په ۹ میاشتو کې د افغانستان بانک ته وسپارل شي." فرانسوي شرکت به د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو بانکنوټونه چاپ کړي.

Mashaalradio.com 

لغمان کې د یوې اوونۍ جګړو حال

د افغانستان په لغمان ولايت کې د يوې اوونۍ تر سختو جګړو وروسته په لسګونو کورنۍ بې کوره شوې دي. افغان ځواکونو طالبان په شا تمبولي او په مهمو ځايونو کې یې نوې پوستې جوړې کړي خو ډېری خلک لا هم خپلو کورونو ته په ستنېدو کې زړه نا زړه دي. په لغمان کې د شدیدو جګړو او د خلکو د کډوالۍ حال د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي بیا اندېښنې راپارولي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت په وار وار د خبرداریو سره سره ظاهراً لیدل کېږي چې خلک دغه ویروس ته جدي پام نه‌کوي. تازه عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې. ‎د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځ ۸۴۰ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې په خبره‌یې په تېرو ۶ میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ښیي. ښاغلی نظري زیاتوي: "د افغانستان عامې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې له چاودنې دوه اوونۍ وروسته، شکريه لاهم لادرکه ده

د کابل په لوېدیځ کې د یوه ښوونځي مخې ته تر یوې خونړۍ چاودنې وروسته د دې ښوونځي یوه زده‌کوونکې لا هم لادرکه ده. د دې زده‌کوونکې پلار وايي چې له تېرو ۱۱ ورځو راهيسې نه‌دی توانېدلی چې د خپلې لور د مرګ او ژوند په اړه معلومات ترلاسه کړي. نور په دې راپور کې ووينئ.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په استانبول غونډه کې د ګډون لپاره د شرایطو وړاندې کول رد کړل

طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې وایي، دې ډلې د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره درې عمده شرایط وړاندې کړي دي. تر دې مخکې ازادي راډیو ته د طالبانو یو شمېر سرچینو د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي و چې طالبان په دې شرط په دې غونډه کې چې تر اوسه دوه ځلې ځنډول شوې او بله نېټه‌یې نه‌ده ټاکل شوې، ګډون کوي چې درې شرطونه‌یې ومنل شي. د استانبول غونډه به اوږده نه، بلکې د لنډ وخت لپاره وي. د غونډې جریان او څرنګوالی یې باید له مخکې څرګند وي. او په پای کې به‌یې هېڅ ډول پرېکړه‌لیک نه‌خپرېږي. خو د قطر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: ګاونډي هېوادونه دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نه‌ورکوي

افغان طالبانو له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نه‌ورکوي.  طالبانو دا غوښتنه وروسته له دې کړې چې په ځینو خبرونو کې ادعا وشوه چې پاکستان موافقه کړې چې په خپله خاوره کې امریکايي پوځیانو ته اډه ورکوي.  طالبانو بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي ویلي چې که ګاونډي هېوادونه امریکا ته اډه ورکړي، نو تاریخي تېروتنه به‌یې کړې وي.  په وروستیو ورځو کې د امریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ تماسونه ډېر شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

بادغیس کې ۵ افغان سرتېري د طالبانو یوه غلچکي برید کې ووژل شول

۵ افغان سرتېري په بادغیس ولایت کې د طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوي دي.  د بادغیس والي حسام‌الدین شمس نن ازادي راډیو ته وویل، دا افغان سرتېري د قلعه نو-هرات د لویې لارې په اوږدو کې د خوشمل په سیمه کې وژل شوي دي.  د ښاغلي شمس په وینا په دې پېښه کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.  طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ۴ اروپايي هېوادونه: د سوریې ولسمشرۍ انتخابات ازاد او منصفانه نه‌دي

امریکا او څلورو اروپايي هېوادونو وویل چې د سوریې د ولسمشرۍ انتخابات نه ازاد دي او نه منصفانه. په سوریه کې له نن سهار څخه د ولسمشرۍ انتخابات پیل شول او باور کېږي چې بشار اسد به د څلورم ځل لپاره بیا بریالی اعلان شي. د سوریې د اپوزېسیون ځواکونو ویلي چې دا انتخابات یوازې په سوریه کې د بشار اسد واک ته د مشروعیت ورکولو لپاره یوه ننداره ده. بشار اسد په ۲۰۰۰ م کال د خپل پلار حافظ اسد له مړینې وروسته په سوریه کې واکمن دی. د ده پلار ۴۰ کاله واک په لاس کې درلود. د امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ایا د افغانستان اوسني وضعیت د افغان کډوالو برخلیک په اړه اندېښنې زېږولي؟

په افغانستان کې زیاتېدونکی تشدد او ورسره له دې هېواده د امريکايي په مشرۍ د نړيوالو پوځیانو د روان کال سېپټمبر مياشتې پورې ممکنه وتنې ایا هېواد ته د کډوالو د ستنېدو پروسې په اړه اندېښنې زېږولي؟ همداراز، ایا د سرتېرو د وتلو بهیر او روان تاوتریخوالی ایا یو ځل بیا افغانان ګاونډیو هېوادونو ته تګ ته اړ کولای شي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

د بامیانو د ۴۰ برجونو کلا، سیلانیانو ته په زړه پورې ځای

د بامیانو د څلوېښتو برجونو کلا، د سیلانیانو لپاره په زړه پورې ځای دی. د یکاولنګ په دوهمه برخه کې د څلوېښت برجونو تاریخي کلا په دې ولایت کې د ګرځندویو د خوښې په مرکز بدل شوی دی. د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، که په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي، دغه تاریخي یادګار به په بامیانو کې د ګرځندوی تر ټولو په زړه پوری ځای وي. په دې ویډیويي راپور کې تاسو د بامیانو د دې تاریخي کلا وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د بهرني ځواکونو د مهماتو تود بازار؛ "ډېری د کباړ په بڼه پلورل کېږي"

له کندهار هوايي ډګره د بهرني ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی د وسایلو او پوځي مهماتو د پېر او پلور بازار تود دی. د افغانستان په جنوب کې د بهرني ځواکونو دغه تر ټولو لویه پوځي اډه چې یو مهال په کې شااوخوا ۳۰ زره بهرني عسکر دېره وو، د روانې مې میاشتې په ۱۲ مه نېټه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه. د بهرني ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه ځواکونو د وسایلو او مهماتو پېر او پلور د یو شمېر خلکو لپاره د کار وسیله ګرځیدلې. په اوونۍ کې دوه تر درې ځله په وسایلو او مهماتو بار یو شمېر کانټینرونه له هوايي ډګره راوځي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

‎سوني لاګېټ: هغه ادعاوې چې امریکا په پاکستان کې ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي 'دروغ' دي

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وایي، هغه ادعاوې چې امریکا په پاکستان کې ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي 'دروغ' دي. ‎سوني لاګېټ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره خبرو کې دا خبره د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو د مخکنیو څرګندونو پر بنسټ وکړه. ‎بل خوا پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دا راپورونه رد کړي چې ګوندې د دغه هېواد په خاوره کې به امریکا پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي. ‎ښاغلي قریشي د سې شنبې(د غبرګولي ۴مه) په ورځ د پاکستان پارلمان په مجلس کې وویل: "ځینو رسنیو خبر ورکړی چې پاکستان کې امریکایي اډې جوړېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار چارواکي: طالبانو ته د ۳ نیم زره مرمیو لېږدونکی ونیول شو

د ننګرهار چارواکي وسله والو طالبانو ته د ۳ نیم زره مرمیو د لېږدونکي د نیول کېدو خبر ورکوي. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته ویلي چې په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د دور بابا ولسوالۍ په ګړوکو سیمه کې د نعمان په نوم هغه تن ونیوه چې په فولډر موټر کې یې ۵ سوه فیره د پیکا او ۳ زره فیره د M4 مرمۍ د وسله والو طالبانو سرګروپ محمد ته لېږدولې. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، نعمان چې اصلاً د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په خپل جرم یې اعتراف کړی او دمګړۍ د څېړنو لاندې دی. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د کرنې وزارت: افغانستان کې د کونځلو تولید زیات شوی

په افغانستان کې د کونځلو توليدات زيات شوي دي. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په کچه څه ناڅه ٤٢ زره ټنه کونځلي توليد شوي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو او احصايې رياست شمېرني ښيي چې د تېرکال په بهير کې په ټول هېواد کې له ٦٥ زره هکټاره ځمکې څخه ٨٥٥ ټنه کونځلې توليد شوي دي. پخوا تر دې د کونځلو تولید ٦٥٥ ټنه ښودل شوی. د کونځلو زياتره کروندې په فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ ، سمنګانو، کندز، تخار، بغلان او هلمند ولايتونو کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: روان کال به د افغاني غالیو صادرات زیات شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت په روان کال کې د غاليو د صادراتو د لا زیاتېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په امريکا، جرمني او عربي متحدو اماراتو کې د غاليو د پلورنې لپاره د دايمي بازارونو د جوړولو په حال کې دى چې د لنډ مهالو او اوږد مهالو نندارتونونو په جوړولو سره صنعت کاران کولاى شي په دغو بازارونو کې خپل توليدي محصولات وپلوري. د دت په وینا چې د غاليو سوداګرو ته د هڅونې او ملاتړ په هدف د ۶ سلنه صادراتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي: د طالبانو بریدونو سلګونه کورنۍ بې ځایه کړي

د بدخشان سیمه ییز  چارواکي وايي، په کوزیفتل ولسوالۍ کې د طالبانو د حملو له کبله سلګونه کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي. د بدخشان د والي ویاند  نېک محمد نظري وايي طالبانو له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو بریدونه پیل کړي چې له کبله یې ۵۰۰ کورنۍ د ولسوالۍ مرکز او د ولایت مرکز فیض اباد ته کډه شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: فراه کې د طالبانو د نشه يي توکو فابریکه ویجاړه شوه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په فراه ولایت کې یې د مخدرو موادو د یوې فابریکې یا لابراتوار په ویجاړولو سره په دې ولایت کې د طالبانو د عاید یوه سرچینه وچه کړه. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، د  تېرې شپې په عملیاتو کې په بکواه ولسوالۍ کې د طالبانو سلګونه کیلو مخدره مواد له منځه یووړل شول. دی وايي: "د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو ډېره اندازه مخدر مواد تخریب او وسوځول شول. دا لابراتوار د طالبانو د عاید یوه سرچینه وه." طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې لپاره د استانبول غونډه؛ طالبانو ورته 'درې شرطه' ایښي

ښکاري چې د استانبول غونډه څه ډول چې د افغانستان شخړې ته د حل لارې پیدا کېدو لپاره مهمه بلل کېده، هغسې پایله ورنه‌کړي. د طالبانو یو شمېر باخبره سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نومونه‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته منلې چې دې ډلې د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرایط وړاندې کړي. په دې شرایطو کې یادونه شوې چې د استانبول غونډه به د لنډ وخت لپاره وي، د غونډې جریان او څرنګوالی به له وړاندې معلومېږي او په پای کې به‌یې هېڅ ډول پرېکړه‌لیک نه‌خپرېږي. خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واټس‌اپ ټیلیفوني اپلېکېشن د هندوستان حکومت پر ضد شکایت ثبت کړ

واټس‌اپ ټیلیفوني اپ د هندوستان د حکومت پر وړاندې د هغه قانون په خاطر شکایت ثبت کړی چې نن د چهارشنبې په ورځ عملي کېږي او له مخې يې د واټس‌اپ د کاروونکو شخصي معلومات ښايي نور پټ پاته نه‌شي.   د فېس‌بوک شرکت ټیلیفوني خدمات وړاندې کوونکي دغه اپلېکېشن په نوې ډېلي کې سترې محکمې ته قضیه ثبت کړې چې ګواکي په هند کې په رامنځته شویو نویو قوانینو کې یو یې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دی. د دې نوي قانون له مخې د چارواکو پر غوښتنه د ټولنیزو شبکو شرکتونه اړ دي چې د دغو شبکو د کاروونکو په اړه معلومات ورکړي. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *